د هېواد د )بدن ښکلا) اتل په کابل کې ومړ
د بدن د ښکلا او فېټنس فدراسیون مسوولینو د هېواد د ملي ټیم د غړي «عليرضا آساهي» د مړینې خبر ورکړی.
د سرچینې د معلوماتو
له مخې چې عليرضا آساهي پنجشنبه د ورپېښې ناروغۍ له امله په کابل کې مړ شوی دی.
د بدن د ښکلا او فېټنس
فدراسیون دا هم ویلي چې د آساهي د جنازې مراسم به سبا (جمعه) د پلسرخ سیمې، د
قلعهوزیر کوڅې په «امام زمان» جومات کې وشي، او د کابل په لوېدیځ «امید سبز» شهرک
کې به خاورو ته وسپارل شي.
عليرضا آساهي په تېر
لړم میاشت کې د دویم کال لپاره د ۸۰ کیلو ګرامه څخه د زیاتو وزنونو په کټګورۍ کې
د نړۍ د بدن جوړونې په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.
هغه سیالۍ د ۱۵ ام پړاو لپاره د مالدیپ په «ادوی» ښار کې شوې وې.
د نوموړي پر مړینه د
افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او نورو چارواکو غمرازي څرګنده کړي ده.
د ویلو ده چې د بدن جوړونې
په نړیوالو سیالیو کې د عليرضا آساهي پرلهپسې لاستهراوړنې د افغانستان د لوبغاړو
د هڅونې په برخه کې مهمې بلل شوې دي.
بلخوا د هېواد
ورزشکارانو په ټولنیزو پاڼو د «عليرضا آساهي» پر مړینه خپګان ښودلی او هغه یې د
ورزش په برخه کې ستره ضایع بللې ده.

نظرات
ارسال یک نظر