د جلا وطنه افغان نجونو کرېکټ لوبډله له دریو کلونو وروسته لومړنۍ لوبه کوي


ټاکل شوې ده چې په استرالیا کې د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډله، دغه هیواد ته له کډوالېدو وروسته په لومړي ځل د مسابقې لپاره میدان ته راووځي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس دوشنبې په ورځ په ملبرن کې ویلي و چې د افغانستان د ښځو د کرکټ د جلاوطنه لوبډلې لپاره یې د یوې سیالۍ تابیا کړې ده.

د افغانستان د ښځو کرکټ لوبډله به، چې پهاسترالیا کې له مېشتو افغان کډوالو څخه جوړه ده، نن (پنجشنبه) سهار د مېلبرن په جنکشن اوول کې د وِدهاؤټ بورډرز XI پر وړاندې شل اوریزه لوبه وکړي.

دا لومړی ځل دی چې دوی د طالبانو له واک ته رسیدو او له خپل هېواد څخه له وتلو وروسته په یوه لوبډله کې رایوځای کېږي.

د دې ټیم نیمایي لوبغاړې په کانبیرا کې او نیمايي نور په مېلبرن کې اوسي.

د استرالیا د کرکټ د ادارې اجرايي ريیس نیک هاکلې د افغانستان د ښځو د ټیم د مسابقې اعلان په داسي حال کې وکړ چې دوې افغان لوبغاړې ناهیده څپاند او فیروزه امیري یې ترڅنګ ولاړې وې.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي

د مبایل ګټې او عیبونه: بشپړ او جامع لارښود