د امریکا یوه شرکت په یوه ورځ ۶۰۰ میلیارد ډالره وبایلل
په چین کې د جوړ شوي مصنوعي ذهانت (AI) وسیلې له راوتلو او هغې ته د خلکو د پام له اوښتو سره د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو د ونډو بازار سخت ګوزار وخوړ. په همدې حال کې د متحدو ایالتونو ولسمشر د دې چینایي وسیلې د ارزانوالي ستاینه وکړه او ویې ویل چې د “ډیپسیک” عامېدا باید د امریکایي شرکتونو لپاره د «تیارسی» زنګ وي.
ډونالډ ټرمپ د دوشنبې
په ماښام (د سلواغې ۸مه) وویل چې یوه چینایي شرکت دا مصنوعي ځیرکتیا
ډېر ژر او خورا ارزانه وړاندې کړې ده.
ده زیاته کړه: «دا ښهخبره ده، که دا ریښتیا وي، نو زه یې مثبت ګڼم.»
ټرمپ، چې د جمهوريپالو
د استازو جرګې د غړیو په منځ کې خبرې کولې، وویل :«د ډیپسیک پر جوړولو ډېر کم لګښت،
که دا ریښتیا وي، هېڅوک په دقیق ډول نه پوهیږي، یو مثبت ټکی دی.»
ټرمپ همداراز وویل چې
د یوه چینایي شرکت له خوا د ډیپسیک خپرېدل «باید زموږ لپاره د خطر زنګ وي، او موږ
باید په سیالۍ کې د بریا لپاره پوره تمرکز وکړو.» دغه چینایي شرکت، چې تازه تاسیس
شوی دی، تېره اوونۍ د خپل اپلیکیشن او د مصنوعي ځیرکتیا همکار وړیا نسخه وړاندې کړه
او ادعا یې وکړه چې د هغه پر جوړولو یې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالره
لګولي دي.
د امریکا د ټکنالوژۍ د
لویو شرکتونو له خوا د مصنوعي ځیرکتیا د همکارانو تولیدي لګښتونه تر دې وړاندې له ۱۰۰ میلیون څخه تر یو میلیارد ډالرو پورې اټکل شوي وو.

نظرات
ارسال یک نظر