امرالله صالح: "حقاني او وثیق د ملګرو ملتونو له بندیزونه سره، سره بیا هم ازادانه سفرونه کوي"


د‌ پرځیدلي پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ويلي چې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره، سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د ملي‌ امنیت رییس په از
ادانه توګه متحده عربي اماراتو ته سفرونه کوي.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې باید د دغو «لوړ پوړو ترهګرو » خلاف جدي اقدامات وکړي.

دغه څرګندونې متحدهعربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق د درې ورځې مخکیني سفر په غبرګون کې شوي چې په ترڅ کې یې دغو دواړو طالب چارواکو د یاد هېواد له ولسمشر سره هم کتلي دي.

د طالبانو دغه دوه جګپوړي غړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو په لېسټ کې دي او بهرنیو هېوادونو ته د سفر اجازه هم نه لري.

د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال په خبره، ملګرو ملتونو د «Tai.144» او «TAi.082» کوډونو پر بنسټ پر دغو دواړو لوړ پوړو طالبانو بندیزونه لګولي؛ خو بیا هم د دغه سازمان غړو هېوادونو ته په ښکاره توګه سفرونه کوي. هغه ملګرو ملتونو ته په اشارې کې ویلي او پوښتلي: « ایا ستاسو دې مسئلې ته پام شته»؟

امرالله صالح له ملګرو ملتونو غوښتي چې د خپلو بندیزونو د پلي کولو لپاره دې له خپل ځواک، شهرت او اغېز څخه کار واخلي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي