سعودي عربستان په امریکا کې د سوداګریزې پانګونې لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالر ځانګړي کړل
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې اعلان وکړ، چې ریاض موخه لري څو له امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالره ځانګړې کړي.
د سعودي عربستان د رسنیو
د راپورونو له مخې، دا سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر بېرته ستنېدو وروسته له یوهبهرني چارواکي سره د هغه لومړنۍ ټلیفوني خبرې دي.
په راپورونو کې د محمد
بن سلمان له قوله ویل شوي، چې د ټرمپ د ادارې د اټکل شوي اصلاحات کېدای شي، چې د
يو بېساري اقتصادي پرمختګ لامل شي.
دا چې د سعودي عربستان
دغه پانګونې به دولتي او که خصوصي وي، څه نه دي ویل شوي.
د سعودي عربستان ولیعهد
ویلي، چې نورو ښو فرصتونو ته په کتو سره به ریاض له واشنګټن سره په سوداګرۍ او پانګونه
کې زیاتوالی راولي.
د یادولو ده، چې
دونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته وویل، چې د نوي حکومت لومړنی
بهرنی سفر به یې سعودي عربستان ته وکړي.

نظرات
ارسال یک نظر