امریکا او عربي اماراتو د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي چارو کې مرستیالې، لانا نسیبه، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري سره خبرې وکړې. دوی په دې لیدنه کې د افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړې. د دواړو هېوادونو استازو وویل، د افغان مېرمنو او بې وزله افغانانو سره باید مرستې وشي. په دې لیدنه کې پر طالبانو غږ شوی چې د ښځو پر وړاندې اوسنی سیاست نرم کړي او دوی ته خپل حقوق ورکړي. طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.