تورخم ته نږدې خیبرپښتونخوا کې یوې ډلې د افغانانو ۲۰۰۰ لارۍ موټر درولي

طالبانو له پاکستان غوښتي، د ولاړو لاریو په اړه پلټنه وکړي او له تورخم د تېرېدو زمینه ورته برابره کړي

نږدې لس ورځې کېږي چې د تورخم هاخوا د یوې ډلې د افغان سوداګرو تر ۲۰۰۰ ډېرې لارې درولي چې له امله یې دغه سوداګر هره ورځ تاوان ګالي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د پېښور- تورخم پر لاره د تازه مېوو او سبو شاوخوا دوه زره لارۍ درول شوې، چې افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د طالبانو سفارت دغې مسلې ته د پاکستان د «جدي پاملرنې» غوښتنه کړې ده.

خو پاکستان تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

سفارت ویلي، دې چې دغه لارۍ د «خیبر درې» په سیمه کې د یو شمېر کسانو له لوري درول شوې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د لاریو درول افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی دی.

طالبانو ویلي، چې په دې اړه یې څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې، خو تر اوسه پورې یاده ستونزه نه ده حل شوې.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې له دې وړاندې هم پاکستان د افغان سوداګرو په وړاندې خنډونه رامنځته کړي او په میلیونونو ډالره زیان یې ور اړولی دی. 

د طالبانو سفارت هم پر اسلام اباد غږ کړی، چې په پاکستان کې د لاریو د بندولو موضوع جدي ونیسي، چې د دواړو هېوادونو سوداګرو او خلکو ته زیان ونه رسیږي.

د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د تورخم دروازه څو ځلې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد پر مخ تړل شوې ده.

د تورخم دروازې په تړل کېدو سوداګرو تل ویلي، چې په میلیونونه ډالرو زیان ورته اوړي.

ګڼ شمېر افغان سوداګرو هم ویلي، چې د تازه میوو او سبو سلګونه لارۍ یې د تورخم پر لاره درول شوې دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د «کوکي خیل» قبیلې بېځایه شویو کډوالو لاریون کړی او لاره یې بنده کړې ده.

پر دې سربېره، تېره ورځ پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې په روان کال کې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۹۰ سلنه راکمه شوي ده.

پاکستاني سوداګر بیا وايي، اسلام اباد په لوی لاس د پښتنو په سیمو کې د سوداګرۍ پر وړاندې ستونزې جوړوي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي