امریکا او عربي اماراتو د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې


د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په سیاسي چارو کې مرستیالې، لانا نسیبه، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري سره خبرې وکړې.
د دواړو هېوادونو استازو وویل، د افغان مېرمنو او بې وزله افغانانو سره باید مرستې وشي.
په دې لیدنه کې پر طالبانو غږ شوی چې د ښځو پر وړاندې اوسنی سیاست نرم کړي او دوی ته خپل حقوق ورکړي.
طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي