خواږه او سره کړي خواړه او د هغوی زیانونه


ځینې کسان له خوږو شیانو سره علاقه لري، خو دغه علاقه راکمېدلی هم شي

خواږه او سره کړي خواړه سره له دې چې معدې ته زیان رسوي، د وزن په ډېرولو کې هم رول لري.

که تاسې له خوږو او سره کړو خوړو ځانونه ونه ساتئ او علاقه ورسره کمه نه کړئ نو د وخت په تېرېدو به تاسې له ډول، ډول ناروغۍ سره مخامخ شئ.

ایا تاسو غواړئ چې خپل ډېر وزن وبایلی او صحت من اوسئ؟ که ستاسو ځواب هو وي، نو اندېښنه مه کوئ، ځکه موږ یې دلته درته روښانه کوو، ځکه تاسو باید لومړی سره شوي او خواږه خواړه وپېژنی او وروسته یې بیا له خوړلو په داسې بڼه ډډه وکړئ چې وجود ته مو هم کوم زیان ونه رسېږي او لا سلامتیا تر لاسه کړی.

خواږه خواړه هر هغه شي ته وايي چې بوره ورسره ګډه وي او خوند یې خوږ وي لکه میټايي، جلیبي، شریني، چاکلېټ، کیک، کلچې او ډېر داسې نور چې وجود ته زیان رسوونکي دي او ګټه ورته نه لري. پر دې سربېره سره کړي خواړه هغو خوړو ته وايي، چې تاسو یې په پیازو او غوړیو کې سره کوی. دا سره کړي خواړه معدې ته زیان رسوي او په وجود کې په هغه شکل نه هضمېږي لکه څه ډول چې وجود ورته اړتیا لري. کله چې سره کړي خواړه ډېر وخوړل شي، نو له یوې خوا وزن زیاتوي او بل لور ته ډول، ډول ناروغیو ته لار هواروي چې باید د ښې سلامتیا د ساتلو په خاطر ترې ډډه وشي.

تاسو باید هغه خواږه خواړه ونه خورئ چې تاسواشتها ورته نه راځي، ځکه دا ډول خوراک کولی شي چې ستاسو روغتیا ته زیان ورسوي او بل هڅه وکړئ چې د بدن د قندونو د پوره کولو لپاره هغه خواړه یا مېوې وخورئ چې طبیعي خوږوالی په کې وي او ستاسو د وجود اړتیا پوره کولی شي.

بله لار داده چې له شنو چایو، قهوې او نورو مشروباتو کې زیاته بوره مه کاروئ چې په دې کار سره تاسو کولی شی تر څو له خوږو شیانو سره ستاسو لېوالتیا کمه شي او ورو ورو دا مضر خواړه پرېږدی. په نړۍ کې څېړنو په ډاګه کړې چې هغه کسان نسبت هغه ته ډېر صحت من او د اوږده عمر لرونکې دي چې زیات خواږه او سره کړي خواړه استعمالوي.

که غواړئ چې روغتیا موږ تضمین وي، نو له خوږو او سره کړو خوړو له خوړلو ځانونه وساتئ تر څو د عمر تر پایه صحت من اوسئ.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي