د ځینو انسانانو په بدن کې وینه ولې کمېږي؟
ډېری داسې ناروغان پیدا کېږي چې بدن یې وینه کموي. ددې ناروغۍ یو شمېر لاملونه دي چې باید مخنیوی یې وشي. بل لور ته ددې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره ځینې علاجونه شته چې په یاده ناروغۍ اخته کسان یې باید وکړي او ځانونه وژغوري.
په یوه تازه څېړنه کې
موند شوي چې د انیمیا ناروغي په ځانګړې توګه په
لویدیځه او مرکزي افریقا کې خپره شوې او د نړۍ په هرو څلورو کسانو کې یو یې اغیزمن
کړیدی.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا کله چې په میرمنو
کې د وینې د حجرو د موجودیت تمرکز د ١٢ ګرام نه کم وي، او په نارینه وو کې د ١٣ ګرام
نه کم وي نو دا انیمیا یا د وینې کمښت بلل کیږي.
د انیمیا ناروغه سیلویا انینګو وايي: “زه فکرکوم چې زه انیمیا لرم ځکه چې زه د یو ماشوم د زیږون وروسته ژر بیا امیدواره شوم،
او د ګټورو خوړو وس هم نه لرم.”
میندې له زیږون وروته
باید کوم خواړه وخوري؟
د انیمیا بله ناروغه مریم کیتا وايي: “زه نشم
کولای د خپلې وینې کچه پوره کړم ځکه چې زه په بدن کې د کافي وینې د لرلو لپاره سبزیجاتو
ته اړتیا لرم، او همدارنګه کله چې زه ماشوم وزیږوم، زه به نورو زیاتو صحي خوړو ته
ضرورت ولرم.”
د روغتیا پوهانو په وینا، د میندوارۍ په جریان
کې د وینې کموالی، د ماشوم د زیږېدو وروسته د مغزو د سکتې، د زیږون وروسته د وینې
بهیدو، د ماشوم د کم وزن، د زیږیدنې پر مهال د ماشوم د مړینې او په ماشوم او مور
دواړو کې د انتاناتو لامل کیدای شي.
د انیمیا په نښو کې ساه لنډي، د سر درد او ستړیا
شامل دي. ډاکټران وايي چې د وینې د کمښت یو مهم لامل د اوسپني چې د بدن لپاره اړینه
ده، کمښت دی. د اوسپني لپاره مهمې سرچینې سره غوښه، چرګان، کب او هګۍ دي.
د خوړو څېړونکې سمیرا ناصر وايي: “هغه څه چې زه
یې وینم هغه د اوسپني د کمښت سره د تړلې انیمیا زیاتوالی دی. د دغه لوی علت د ښو
خوړو نشتوالی دی. زموږ زیاتره ناروغان هغه خواړه نه شي اخیستی چې پوره اوسپنه لري.
دوی د نیستۍ له کبله اکثره د یو وخت ډوډۍ پریږدي.”
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر