د ټولنیزو رسنیو مثبتې اغېزې
ټولنیزې رسنۍ د منفي اړخونو تر څنګ مثبتې اغېزې هم لري
د ټکنالوژۍ اوسني عصر کې هر کس کېدای شي، له
ټولنیزو رسنیو سره بوخت وي. ډېری څېړنو ښودلي چې ټولنیزو رسنۍ د وخت ضایع او له
ځوان کهول اساسي موخې ګډوډوي، خو ددې تر څنګ مثبت اړخونه هم لري چې موږ به پر هغو
اړخونو تم شو او په دې لیکنه کې به ورباندې بحث وکړو.
موږ به هڅه وکړو چې د ټولنیزې میډیا هغه مثبت
اړخونو بحث کړو چې تر نورو ډېر مهم او د ټولنې په ګټه دي.
د هر وسیلې کارول مثبت او منفي اړخونه لري،
خو مهم داده چې یو څوک د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره پر مثبتو اړخونو تمرکزوکړي، نه په منفي اړخونو.
په رواني روغتیا د ټولنیزو رسنیو مثبت اغېز
تاسو به احتمالا هغه
انتقادونه اوریدلي وي چې ټولنیزې رسنۍ زموږ د رواني روغتیا لپاره مضرې دي، د حسد،
کینې او په یوازیتوب کې پر ځان د باور نه لرلو لامل کیږي. او هو ، دا امکان لري چې
د ټولنیزو رسنیو ډېر کارول ذهني ستونزه رامنځته کړي او یو ډول ذهني ناارامي ورسره
مل کړي.
خو څېړنې وايي، که د ټولنیزو
رسنیو په کارولو کې تعادل وي، نو د یو چا د رواني روغتیا لپاره ګټورې تمامېدلی شي.
د مثال په ډول، یو څوک په یوازیتوب کې کړېږي او رواني ستونزې یې ډېرېږي، نو هغه
کولی شي، د فشار په وخت کې د فکر اړولو لپاره له ټولنیزو رسنیو کار واخلي.
تر ټولو مهم فکټور
ټولنیزو رسنیو
جغرافیوي حدود مات کړي دي. له همدې امله یې د علم حاصلولو پولې هم رالنډې کړي.
مثلا: که یو څوک غواړي چې د ټولنیزو رسنیو پر مټ د خپل علم ساحه پراخه کړي، نو
کولی شي چې ګټه ترې پورته کړي.
زده کوونکي کولی شي، د
هېواد له پولو د باندې له یوه استاد سره اړیکه ونیسي او د موضوع اړوند اپډیټ
معلومات ترې تر لاسه کړي.
د موضوعاتو لټول په
نننۍ نړۍ کې ډېر اسانه شوي دي، خو چې د سوشل میډیا کاروونکي خپلې رسنۍ په موثره
توګه وکاروي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر