علي احمد جلالي: د طالبانو نوی قانون ښيي چې دوی له داعش سره توپیر نه لري
استاد علي احمد جلالي د طالبانو نوی قانون د افغانستان لپاره شرم بولي او وايي، دوی ښځې بندیانې کوي
هاخوا نور کارپوهان
وايي، د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون ښيي، چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د نوي یمې
لسیزې حالت د رامنځته کولو هڅې کوي.
د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي د
طالبانو نوی توشیح شوی قانون «شرموونکی» وباله او ویې ویل چې دا په عملي توګه په هېواد
کې د ښځو زنداني کول دي.
هغه وویل، «دغه قانون وښودله چې په فکري لحاظ د
داعش او طالبانو ترمنځ توپیر نه شته.»
طالبان ځانونه د حنفي فقهې پیروان ګڼي او داعش
ته «خوارج» وايي. داعش سلفي ذهنیت لري. دواړه ډلې له کلونو راهیسې په افغانستان کې
په جګړه بوختې دي.
په افغانستان کې د داعش په اړه
طالبان په افغانستان کې د داعش د له منځه وړلو
ادعا کوي. خو نړۍوال سازمانونه وايي چې داعش په افغانستان کې پياوړی شوی او د منځنۍ
اسیا هېوادونو او ایران ته د ننوتلو په لټه کې دی.
علي احمد جلالي، چې د امریکا د ملي دفاعي
پوهنتون استاد دی، د یکشنبې په ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو نظریه کولی شي
«ځوانان په سیمه او نړۍ کې په تاوتریخجنو سخت دریځو بدل کړي.»
د طالبانو د عدلیې وزارت د دې اوونۍ د چهارشنبه
په ورځ ویلي، چې د دغې ډلې مشر د «امر بالمعروف او نهي عن المنکر» قانون توشیح کړی
دی.
دغه قانون د طالبانو په رسمي جریده کې له یوې
سریزې، څلور فصلونو او ۳۵ مادو سره خپور شوی دی.
په دې قانون کې څه حرام بلل شوي؟
د دغه قانون له مخې د موسیقۍ غږول، له محرم او
حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه وو سره د ښځو ګډ سفر منعه دی.
دغه قانون د ښځو مخ، بدن او غږ د «عورت» په توګه
ګڼي او هم یې د «نامحرم» په مخ کې یې ښکاره کول جرم بولي.
د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون توشیح کېدو
پراخ کورني او نړۍوال غبرګونونه راپارولي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د
امربالمعروف قانون «له ښځو سره د کرکې سل پاڼې» بللی دی.
یوناما هم ویلي چې دغه قانون به طالبانو ته دا
ناشونې کړي چې له نړۍ سره اړیکې عادي کړي.
طالبانو د اسلام په نوم ښځې له خپلو اساسي
حقونو محرومې کړي دي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر