د طالب پلوي قوماندان عبدالحمید خراساني نیول څه پایلې لري؟
طالب پلوی قوماندان عبدالحمید خراساني د طالبانو لخوا نیول شوی او کسان یې بې وسلې شوي دي
سیاسي کارپوهان وايي،
د عبدالحمید خراساني نیول کېدل او د کسانو بې وسلې کول یې د ملي یووالي لپاره سم
کار نه دی بللی او ویلي یې دي چې کېدای شي، د هغه نیونه به د طالبانو لپاره په
راتلونکې کې ښې پایلې ونه لري.
خراساني له نیول کېدو مخکې رسنیو ته
وویل، چې د طالبانو نظامي کمېسیون نوموړی په یوه خونه کې بندي کړی او په ده پورې اړوند
کسان یې هم بې وسلې کړي دي.
خراساني څه ډول ونیول
شو؟
د طالبانو په اداره کې امنیتي سرچینې بیا وایي،
چې په دې اړه معلومات نه لري.
خراساني ویلي، چې په کابل کې د طالبانو نظامي
کمېسیون د پنجشنبې په ورځ لومړی هغه احضار او وروسته یې بیا کلا بند کړ.
د نوموړي په وینا؛ طالبانو د ده ټول کسان بې
وسلې کړي او دی یې د نظامي کمېسیون په دفتر کې نیولی دی.
عبدالحمید خراساني د طالبانو یو جنجالی
قوماندان دی.
هغه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو
ورځو کې په پنجشیر ولایت کې د یادې ډلې د امنیت امر و او تر هغه وروسته بیا د پکتیا
ولایت د احمد اباد ولسوالۍ ولسوال شو؛ خو خراساني له یادې ولسوالۍ څخه له دندې ګوښه
کړی شو.
نوموړي بیا په تېر یوه کال کې خپل ځان د بدري
قطعې قوماندان باله او د یو شمېر پنجشیري ځوانانو په نیولو کې یې لاس درلود.
د ایران په اړه د
خراساني نظر
د طالبانو یاد قوماندان په تېرو میاشتو کې په ایرانکې د کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه وویل، چې د خامنه یي د رژیم مامورانو یو
افغان کډوال وهلی او شکنجه کړی دی.
د طالبانو ویاند د نوموړي د دغو څرګندونو په
غبرګون وویل: "یاد کس په افغانستان کې هېڅ کومه دنده او مقام نه لري."
خراساني بیا تر هغه وروسته د طالبانو پر وړاندې
جدي غبرګون وښود او د طالبانو حکومت یې قبیلوي نظام وباله.
د ویلو ده، چې خراساني د طالبانو په ذرهي،
نظامي هاموې او رنجر موټرو کې ګرځېده.
نوموړي په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت جبهې پر وړاندې د طالبانو په عملیاتونو کې ګډون کړی و او لسګونه ولسي وګړي یې له یادې جبهې سره د اړیکو درلودو په تور بندیان کړي دي.
.jpg)
نظرات
ارسال یک نظر