راشدخان ۲۰اوریزو لوبو کې په نړیواله کچه دویم د ډېرو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی شو
راشدخان د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې ډېرې ویکټې یې اخیستي دي راشدخان هغه افغان بالر دی چې په نړۍ کې د کرکټ په برخه کې خورا د ښه نوم څښتن دی او ښه لوبغاړی بلل کېږي. د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرېکټ نړیوال ستوري راشد خان په ۲۰ اوره لوبو کې تر ټولو ډېرې ۶۰۰ وېکټې ترلاسه کړې دي . د خان ثبت شوی ریکارډ افغان کرېکټ بورډ سهشنبه د زمري پر ۹ مه په خپله اېکسپاڼه کې ویلي چې «خان» د دې ریکارډ په ثبتولو سره د «نړۍ دویم» لوبغاړی شو چې تر ټولو ډېرې ویکټې یې اخیستي دي. د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړی راشدخان یوازینی ورو توپاچوونکی دی چې تر ټولو ډېرې ۶۰۰ ویکټې په خپل لوبیز ریکارډ کې لري. تر دې مخکې د وېسټانډيز تېز توپ اچوونکی ډېوین براوو د ۶۳۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره په نړیواله کچه لومړی مقام لري چې د کرېکټ په ۲۰ اوره سیالیو کې یې تر ټولو ډېرې وېکټې په خپل نوم کړې دي. په ویکټو اخیستو کې د سونیل فېلېپ نارین رول دې سره خوا کې ۳۶ کلن سونیل فېلېپ نارین هم وېسټاندیزی ټولچاری (الرونډر) لوبغاړی دی چې له خان او براوو وروسته په درېیم مقام کې دی....