د انلاین درملنې اسانتیا او اړتیا
بېلابېل لاملونه دي چې په ژوند کې تاسو دې ته اړ
باسي تر څو مو د فزیکي روغتیا تر څنګ له رواني ستونزو او ناروغیو سره مخامخ کړي.
ددې ناروغۍ د درملنې لپاره تاسو مجبور یاست چې یو چاته ځان ښکاره کړی او ستاسو د
رواني ناروغیو په درملنه کې له تاسو سره مرسته وکړي.
د انلاین درملنې امکان ډېر دی
په ډېرو سیمو کې د رواني ناروغیو مشاورین موجود نه وي چې له همدې امله په نړۍ کې اکثره ناروغان له انلاین متخصصینو کار اخلي. دوی دې ته اړتیا نه لري چې د رواني مشورو د تر لاسه کولو په خاطر د متخصصینو دفترونو ته ورشي، بلکې په انلاین توګه له خپل ځایه تاسو کولی شی د ځان درملنه وکړی.
تاسو ته په انلاین توګه مشورې درکول کېږي او تاسو به د ډاګټر په مشورو عمل کوی تر څو له یادې ناروغۍ په امان شی. نن سبا په نړۍ کې دا چاره ډېره اسانه شوي ده او اکثره ډاکټران خپل رواني ناروغان له انلاین لارې تداوي کوي
دا کار د هغو خلکو لپاره ډېر اسان دی چې په لرېپرتو سیمو کې اوسېږي او نه شي کولی چې په ټاکلي وخت خپل ډاکټر ته ځان ورسوي او له
هغه لارښوونې تر لاسه کړي. انلاین مشاورو زیات سهولتونه رامنځته کړي دي.
هر وخت ددې فرصت لری چې انلاین درملنه وکړی
انلاین درملنه د وخت، مصرف او نورو لحاظونو ډېره
ښه ثابته شوي او په نننۍ نړۍ کې له همدې میتود کار اخیستل کېږي چې هم ناروغ ته
اسانه ده او هم د رواني ناروغیو ډاکټر ته.


نظرات
ارسال یک نظر