راشدخان ۲۰اوریزو لوبو کې په نړیواله کچه دویم د ډېرو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی شو

راشدخان د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې ډېرې ویکټې یې اخیستي دي

راشدخان هغه افغان بالر دی چې په نړۍ کې د کرکټ په برخه کې خورا د ښه نوم څښتن دی او ښه لوبغاړی بلل کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرېکټ نړیوال ‏ستوري راشد خان په ۲۰ اوره لوبو کې تر ټولو ډېرې ۶۰۰ وېکټې ترلاسه کړې دي.

د خان ثبت شوی ریکارډ

افغان کرېکټ بورډ سه‌شنبه د زمري پر ۹مه په خپله اېکس‌پاڼه کې ویلي چې ‏«خان» د دې ریکارډ په ثبتولو سره د «نړۍ دویم» لوبغاړی شو چې تر ټولو ‏ډېرې ویکټې یې اخیستي دي.‏

د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړی راشدخان یوازینی ورو توپ‌اچوونکی دی چې ‏تر ټولو ډېرې ۶۰۰ ویکټې په خپل لوبیز ریکارډ کې لري.‏

تر دې مخکې د وېسټ‌انډيز تېز توپ اچوونکی ډېوین براوو د ۶۳۰ ویکټو په ترلاسه کولو ‏سره په نړیواله کچه لومړی مقام لري چې د کرېکټ په ۲۰ اوره سیالیو کې یې ‏تر ټولو ډېرې وېکټې په خپل نوم کړې دي.‏

په ویکټو اخیستو کې د سونیل فېلېپ نارین رول

دې سره خوا کې ۳۶ کلن سونیل فېلېپ نارین هم وېسټ‌اندیزی ټولچاری ‏(الرونډر) لوبغاړی دی چې له خان او براوو وروسته په درېیم مقام کې دی.‏

نوموړي په ۲۰ اوره لوبو کې ۵۵۷ ویکټې اخیستي دي.‏

۲۵ کلن ارمان له دې وړاندې څو-څو ځله د کرېکټ په بېلابېلو برخو کې لومړی ‏او دویم مقامونه ترلاسه کړي دي.‏

پر ټولنیزو رسنیو د راشدخان ګڼ‌شمېر مینه‌والو هغه ته د دې سترې بریا مبارکي ‏ویلې او یو «نه تکرارېدونکی» ستوری یې بللی دی.‏

هېره دې نه وي چۍ خان د افغان کرېکټ یوازینی لوبغاړی دی په «ګېنس» نړیوال ‏کتاب کې یې نوم ثبت شوی دی.‏

نړیوال کرېکټ پوهان وايي، راشد خان د کرېکټ په برخه کې پر خپلو وړتیاوو سمبال لوبغاړی دی. ګان ګورم وايي، راشد خان داسې وړتیاوې لري چې د افغانستان داسې دوه نور لوبغاړي وي نو نړیوال کپ ته به ډېر ژر ور ورسېږي او په خپل نوم به یې کړي.

راشد خان هم پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دا ویاړ د افغانستان د خلکو دی او په نړۍ کې یې له خپلو مینه والو مننه کړې چې دی یې د لوبو پر مهال تشویق کړی دی.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په سختو حالاتو کې د افغانستان لپاره افتخارات راوړي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي