په ډېره پوهه کې د څو ژبو د زده کړې رول

 د څو ژبو زده کړه، اغېزې او د لا ډېرې پوهې سرچینه

څوک نه پوهېږي. څېړنو دا ښودلې کله چې یوه نوې ژبه زده کو نو لېوالتیا پیدا کوو، چې نورې ژبې هم زده کړو. دا سمه ده، چې انسان له هر څه سره عادت کوي او د عادت هېرول هم یو ډول ناروغي ده. دا به ډېره ښه خبره وي چې انسان د ژبو زده کړې سره عادت وکړي. د دغه روږدي کېدل خواوې دا دي چې درک ډېروي او ماغزه ډېر وخت لپاره روغ ساتي.

څنګه د دغه روږدي کېدل په څاه کې ډوب شو؟ د ډېرو ژبو زده کړه لېوالتیا له کومه کړو؟

په دغه مقالې کې به موږ پر دې پوه شو چې څنګه ډېرې ژبې زده کړو.

آیا دا شونې ده چې څو ژبې زده کړو؟

دا پوښتنه ډېره ستونزمنه ده.

کالفرونیا د ژبپوهنې پوهنتون استاد (Claire Kramsch) د څېړنو په پایلو کې دا تر لاسه شوه، کله چې غواړئ څو ژبې زده کړئ نو له هغه ژبو سره ژوند وکړئ. دا چې ژبه زده کړئ او هغه بې ګټې پاتې شي، هېڅ کارونه ونه لري، نشئ کولی چې هغه کې ماهر شئ  یا هم ټول خواوې ستاسو په یاد پاتې شي.

که څه هم د څو ژبو زده کړې لپاره باید خپل وګړیز موخې ولرئ. آیا د دې اړتیا شته چې په ټولو ژبو کې تخصصي (advanced) پړاو ته ورسېږئ؟ یا هم د سفرتر حده ورته اړتیا لرئ، یا هم غواړئ چې بېلا بېلو هېوادونو څخه ملګري ولرئ یا هم د نورو هېوادونو فلمونه پرته له ژباړې وګورئ؟

اړین ټکی داده چې خپل اړتیاوې له خپل موخو سره پرتله کړئ. دا ځان ته وټاکئ چې هره ژبه د څه موخې لپاره زده کوئ، وروسته خپل د مطالعې ډول وټاکئ. هرڅوک دبېلابېلو ژبو زده کړې لپاره خپل ځانګړي لاملونه لري. کېدای شي خلک د دندې، سفر، له نورو سره د اړیکو، تجارت او یا هم له یو بهرني سره د واده لپاره ژبې زده کړي.

د څو ژبو د زده کړې انګېزه

توماس ادیسون، هریت تابمن، آلبرت انیشتین دغه ټولوګړي خپل نظریو او موندنو سره ټوله نړۍ یې حیران کړه، داسې کارونه یې وکړل چې عادي خلک یې په خوب کې هم نه ګوري. دقیقآ خبره همدلته ده. عادي وګړي، ولې تاسو عادي چلند وکړئ؟ ولې تاسې حیرانونکي کارونه ترسره نه کړئ؟

هرڅه نه وي انیشتین د (Dyslexia)په ناروغۍ اخته و او تر څلورکلنۍ پورې یې ژبه خلاصه نه کړه!

هیله مو درلوده چې لس ژبې زده کړئ؟ دولس ژبې زده کړئ، شمېریې اړین نه دی. خپله موخه خپل د زړه هیله وګڼئ. غوښتل کېدل دي. ستونزه نشته ، تاسو لومړی کس نه یاست. داسې ډېر وګړي په دې نړۍ کې شته چې له نهو او یا هم لسو ژبو څخه ډېر زده  لري او په هغه ټولو کې برلاسي هم دي. په انترنیټ کې لږ څېړنه وکړئ، په اسانۍ سره به دغه وګړي ومومئ.

د بېلګې په توګه دغه نقل قولونو ته پام وکړئ:

د نړۍ هېڅ یوه ژبه یوازې د مادي ګټواوموخو لپاره نه زده کېږي. که په مینې مطالعه وشي، له څه چې تمه لرئ، ډېر به زده کړئ. (J.R.R Tolkein) په دولس ژبو خبرې کولې.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي