د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمیسیون به د افغان ښځو د وضعیت ارزونې لپاره غونډه وکړي

 د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمیسیون د افغان ښځو د وضعیت د ارزونې
لپاره غونډه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت د خبرو لپاره غونډه کوي.

دغه کمېسیون وايي، دا غونډه به د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري، یوې افغان اعتراض کوونکې مېرمن وحیدې امیري، د بخښنې د نړیوال سازمان د افغانستان څانګې غړې میترا مهران او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې د مرستیالې هیدر بار په ګډون د راتلونکې سې شنبې په ورځ، چې د اسد ۹مه ده، جوړه شي.

د افغان ښځو د وضعیت خرابېدل

د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو کمېسیون په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د پام وړ خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیالمشره هیدربار وايي، هغه ښځې چې د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون ته بلل شوي، داسي کسان دي چې د افغان ښځو له وضعیت سره تر ټولو ډېرې نژدې پاتې شوي دي.

هېدر بار ویلي؛ په دې ناسته کې به په دې اړه هم خبرې وکړي، چې د امریکا دولت په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ترسره شویو جنایتونو په اړه دغه ډله ځواب ویلو ته مجبوره کړي.

د طالبانو له خوا نامناسب محدودیتونه

د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په وینا، د طالبانو له‌خوا “سخت او غیر انساني” محدودیتونو چې له کار څخه د ښځو منع کول او له زده کړو محرومول په‌کې شامل دي، په افغانستان کې په عامه ژوند کې د ګډون کولو او پر خصوصي ژوند کې د دوی د کنټرول وړتیا په جدي ډول کمه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې دغه بندیزونه او په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو د ژورېدو په ګډون د هغو پراخې پایلې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو او د بشري حقونو د ډېرو ادارو له‌خوا مستند شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، شاهدان به د امریکا د استازو جرګې د بشري حقونو د کمېسیون په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو اوسنی وضعیت بیان کړي او د امریکا کانګرس ته به د اقدام لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي