مک کال: له افغانستانه د امریکا وتلو سره د داعش بهرني عملیات ډېر شوي
د کانګرس دغه لوړپوړی غړی وايي، کله چې امریکا افغانستان پرېښود، د داعش بهرني عملیات هم ډېر شوي دي
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر
ویلي، چې د امریکا له وتلو او افغان حکومت له پرځېدو وروسته په «زرګونو ترهګر» له
زندانه وتښتېدل چې په نورو هېوادونو کې د داعش په بریدونو کې مرسته کوي.
مککال وویل، «داعش ډله د مکسیکو له لارې امریکا
ته دننه شوې.»
مایکل مککال د بایډن د ادارې پر سرحدي تګلارونیوکه وکړه او دا یې د داعش په څېر ترهګرو ډلو ته یو چانس وباله چې پر امریکا بریدونه
وکړي.
د ډونالډ ټرمپ ژمنه
جمهوري غوښتونکو په وار، وار پر ډیموکراټانو نیوکه
کړې چې امریکا ته د لاتینې امریکا د کډوالو د ننوتلو مخه نه نیسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ژمنه کړې چې که د نومبر په ټاکنو کې بریالی شي نو له مکسیکو سره به پر پوله دیوال
جوړ کړي.
درېیو امریکايي چارواکو د چنګاښ په میاشت کې اینبيسي
نیوز ته وویل چې له داعش سره تړلې د انساني قاچاق شبکې له منځنۍ اسیا او نورو ځایونو
څخه تر ۴۰۰ زیات کډوال امریکا ته راوستي دي.
دوی ویلي چې پر روسیې د داعش وروستي برید د امریکا
پر خاوره د دغې ډلې د بریدونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر سيبيسي
شبکې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ یې یو مطلب خپور کړی او یو ځل بیا یې د پخواني
افغان حکومت د پرځېدو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
افغانستان کې له زندانونو د داعش وتل
هغه وویل: «موږ د افغانستان مخکیني حکومت پرځېدل
ولېدل. په زرګونو داعش جنګیالي د بګرام له زندانه ووتل او بالاخره د افغانستان،
تاجکستان او پاکستان په ځینو سیمو کې میشت شول.»
هغه زیاته کړه، «هغوی (د داعش خراسان څانګه)
خپله لاره پرانیزي، دوی د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته ننوځي.
مککال په متحده ایالاتو کې د داعش د اتو
مشکوکو غړو نیول کیدو ته په اشارې سره وویل، «پوښتنه دا ده چې د دوی څومره نور
کسان دلته (په متحده ایالاتو) کې دي.»
د متحده ایالاتو رسنیو راپور ورکړ چې اته تنه د
تاجکستان وګړي د غبرګولي په ۲۲ په نیویارک، لاس انجلس او فلاډلفیا کې د داعش له خراسان څانګې سره د
تړاو په تور ونیول شول.
تر دې مخکې د وري په میاشت کې د امریکا د کانګرس
د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له افغانستانه بهر د داعش د مخ پر ودې عملیاتي وړتیا
په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه.
مایکل مککال خبرداری ورکړ چې داعش اروپا او
امریکا ته ګواښ دی.

نظرات
ارسال یک نظر