افغانستان په تېر یو کال کې ۱۰ میلیارد ډالر سوداګري لرله
طالبانو ویلي چې افغانستان په تېر یو کال کې ۱۰ میلیارده ډالره سوداګري درلوده
د طالبانو تر واک
لاندې صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې افغانستان تېر یو کال کې شاوخوا لس
میلیارده ډالره سوداګري درلوده.
دغه خبرې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت
چارواکو چهارشنبه د زمري پر ۱۰مه د اطلاعاتو
او رسنیو مرکز کې «د دې ډلې د ادارو کلنۍ لاسته راوړنو د تشریح» پروګرام پر مهال
کړې دي.
د دغه وزارت په خبره، دغو ۱۰ میلیاره ډالرو څخه
۱.۸ میلیارده په صادراتو او پاتې څه باندې ۸ میلیارده ډالره یې په وارداتو لږېدلي.
کومو هېوادونو ته
سوداګري ډېره شوې؟
دغو چارواکو زیاته کړې چې د افغانستان د
صادراتو کچه قزاقستان ته ۲.۵ سلنه، چین ته ۱۶ سلنه، ایران ته ۱۹ سلنه، ترکیې ته ۵۲ سلنه او روسیې ته ۵۴ سلنه ډېره شوې ده.
د دوی د څرګندونو لهمخې، په دې موده کې ۱۰۰ فابریکې پرانیستل، څه باندې ۱۰۰۰ صنعتي او تولیدي شکتونو ته جوازونه ورکول، شاوخوا ۶۵۰ فابریکو ته تعرفې صادر او څه باندې ۲۳ زره د سوداګرۍ جوازونه تمدید، نوي او اصلاح شوي دي.
دې وزارت زیاته کړې چې په وروستي یو کال کې د
کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د پیاوړتیاو او هوکړه لیکونو لاسلیک له لار ې په ټولیز ډول
۶۴۶ زره او ۱۵ کسانو ته په مستقیم او شاوخوا څلور میلیونه او ۴۱۸ زره او ۷۵۰ نورو کسانو ته
په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د صادراتو او وارداتو
ارزښت
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د احصایې اومعلوماتو ادارې هم د روان کال وري میاشتې ۲۶مه د افغانستان د صادراتو او ورداتو (لېږد-رالېږد)
ارزښت د تېر لمریز کال په اوږدو کې (۱۴۰۲) ۱۰.۳ میلیونه ډالره اعلان کړی و.
د دغې اداره په وینا، تېر کال د صادراتو ارزښت یو
میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زرو او د ورداتو ارزښت اته میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی و.


نظرات
ارسال یک نظر