د حماس ډلې سیاسي مشر په تهران کې په خپل استوګنځي کې ووژل شو

 د ایران استخباراتو ویلي چې اسماعیل هنیه په تهران کې په خپل استوګنځي کې وژل
شوی دی

د ایران سپاه پاسداران منلې، چې د حماس د سیاسي دفتر پر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې برید شوی او وژل شوی دی.

له هغه سره د نوموړي یو ساتونکی هم وژل شوی دی.

دا برید د ایران په تر ټولو خوندي او امنیتي سیمه کې شوی چې کېدای شي د حماس ډلې نور مشران په دې سیمه کې له منځه لاړ شي.

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د سباه پاسداران د عمومي اړیکو له قوله ویلي، چې په تهران کې د ښاغلي هنیه پر استوګنځی د چهارشنبې په سهار د (زمري په ۱۰مه) «د یو برید » له امله نوموړی وژل شوی دی.

سپاه پاسداران نور معلومات نه دي ورکړي

د سپاه پاسداران عمومي اړیکو په دې اړه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پېښه منلې؛ خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه برید لامل او نور اړخونه تر څېړنې لاندې دي او دوی به یې په اړه وروسته نور جزییات او پایلې هم خپرې کړي.

دغې پئښې ته په لومړیو غبرګونونو کې د العربیه خبري شبکې د یوې باخبره سرچېنې له قوله لیکلي، چې هنیه د یو توغندي په برید کې چې مخامخ پر هغه لګېدلی وژل شوی دی؛ خو تر اوسه نورو سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي.

حماس په یوې وینا پاڼه کې چې صایرین نیوز خپره کړې، لیکلي چې «د حماس غورځنګ سیاسي مشر د اسراییل په هوايي برید» کې وژل شوی دی.

د حماس او اسرائیلو جګړه

د حماس او اسرائیلو جګړه یوه خطرناک پړاو تهننوتلي ده او له همدې امله په غزه او رفح ښارونو کې د اسرائیلو په بریدونو او حملو کې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي چې د ملګرو ملتونو سازمان او بشر حقونو بنسټونو د اسرائیلو دغه ټول‌وژنه جنګي جنایت بللی دی.

له حماس ډلې ایران د اسرائیلو په مقابل کې په ښکاره ډول ملاتړ کوي او حمایه کوي یې. خو په تهران کې د اسمعیل هنیه وژل کېدل به پر ایران دا شک ډېر کړي چې د موساد یا د اسرائیلو له استخباراتو د حماس مهم مشران پټ نه شي ساتلی.

له دې وړاندې د اسمعیل هنیه دوه زامن د اسرائیلو په برید کې هم وژل شوي وو.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي