افغان کرکټ لوبغاړي نن عمان سره لوبیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د عمان د کرکټ ملي لوبډلې سره تمریني لوبه وکړي . د عمان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د تیاریو دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د ټرینیډاډ او ټوباګو په کوینز پارک اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي . د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په شپه (د مې ۳۱ مه) د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په دویمه تمریناتي لوبه کې مخ شي . د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په «سي» ګروپ کې د نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، پاپوا نیو ګیني او یوګانډا د کرکټ ملي لوبډلو سره ده . په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په ۴ مه د کابل پر وخت د سهار پنځه بجې د یوګانډا د کرکټ له ملي لوبډلې سره وشي . افغانستان تر دې د مخه هم عمان سره لوبې لرلي . د دغه هېواد لوبډله د افغان لوبغاړو پر وړاندې جدي لوبډله نه ګڼل کیږي .