پر رفح د اسرائیلو مرګوني بریدونه
اسرائیلو په رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کړی چې قربانیان یې ملکي وګړي دي
په ترلاسه شوو
ویډیوګانو کې ښکاري چې ددې بریدونو په پایله کې اکثره قربانیان ښځې، ماشومان اوملکي وګړي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د دغې تراړې په
جنوبي ښار رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائیلو په تازه هوايي برید کې لسګونه کسان
وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي.
د اسرائيلو له بريد څو ساعته وړاندې د فلسطین د
اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس ويلي وو چې د مرکزي اسرائیل ت
ل ابیب ښار پر لور یې توغندي
توغولي دي.
په رفح کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پندغالي له هوايي برید وروسته اخیستل شوې ویډیوګانې یوه لویه چاودنه او اورلګېدنه ښيي.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې
د اسرائیلو په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
حماس وايي، برید د دوی له نظامي سیمو لرې د عامو
خلکو پر پنډغالي شوی دی چې خوندي بشري سیمه ټاکل شوې وه.
د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې تائید کړې، چې په
"رفح کې یې د حماس پر یوه مرکز" هوايي برید کړی، چې د اسرائیلو په وینا،
د "حماس مهم ترهګر هلته فعالیت کوي."
د اسراییل پوځ په برید کې د ملکي تلفاتو د راپورونو په اړه ویلي چې دا موضوع "تر پلټنې لاندې" ده.

نظرات
ارسال یک نظر