افغان کرکټ لوبغاړي نن عمان سره لوبیږي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
نن د عمان د کرکټ ملي لوبډلې سره تمریني لوبه وکړي.
د عمان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د تیاریو دغه
لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د ټرینیډاډ او ټوباګو په کوینز پارک اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره
کیږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په
شپه (د مې ۳۱مه) د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په دویمه تمریناتي لوبه کې مخ
شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال
جام په «سي» ګروپ کې د نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، پاپوا نیو ګیني او یوګانډا د کرکټ
ملي لوبډلو سره ده.
په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه
د جون په ۴ مه د کابل پر وخت د سهار پنځه بجې د یوګانډا د کرکټ له ملي لوبډلې
سره وشي.
افغانستان تر دې د مخه هم عمان سره لوبې لرلي.
د دغه هېواد لوبډله د افغان لوبغاړو پر وړاندې
جدي لوبډله نه ګڼل کیږي.

نظرات
ارسال یک نظر