روسیه: د افغانستان واقعیتونو ته په کتو پر طالبانو بندیزونه لرې کوو
د روسیې او طالبانو تر
منځ اړیکې له پخوا ښې وې. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال چې کله یې طالبان
پرضد جنګېدل، مسکو او قطر ورته لابي کوله، خو اوس تازه روسیه غواړي چې طالبان د ترهګرو
له نوملړ لرې کړي.
تازه، د روسیې د دولتي خبري اژانس RIA ریانووستي د راپور له مخې، د
ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې حکومت به طالبان د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لیستڅخه وباسي.
روسیې دا پرېکړه په جګړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو درې کاله وروسته کړې ده.
د طالبانو تحریک له ۲۰۰۳ کال
راهیسې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې
په ورځ وویل: «قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې، موږ هم د تروریستي سازمانونو
له لیست څخه د هغوی د ایستلو پرېکړه کوو.»
د ۲۰۲۳ کال په پای کې قزاقستان
طالبان د منع شویو سازمانونو له نوملړ څخه وایستل.
په طالبانو باندې له نړیوالو بندیزونو سره سره،
روسیې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې
دي. خو روسیې تراوسه د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د اسیا د دوهمې برخې د مشر ضمیر کابلوف په حواله ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د طالبانو د بندیزونو د لیرې کولو په اړه راپور وړاندې کړی دی.
د بندیزونو له لیسته د طالبانو ایستل به د روسیې
او طالبانو ترمنځ اړیکې نورې هم نژدې او زیاتې کړي.
د ریانووستي اژانس پر اساس، لاروروف وویل چې دا
پرېکړه په افغانستان کې د موجودو واقعیتونو پر اساس کوي.
ده زیاته کړه: «دوی حقیقي قدرت دي. موږ د افغانستان
په وړاندې بې تفاوته نه یوو او تر هر څه مهم دا دي چې زموږ د منځنۍ اسیا متحدان یې
په وړاندې بې تفاوته نه دي.»
په همدې حال کې مسکو د افغانستان طالبانو ته په
خپل ستر کلني اقتصادي فورم کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
خو پر دې سربېره روسیه په افغانستان کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت غوښتنه هم کوي.

نظرات
ارسال یک نظر