پست‌ها

افغان کرکټ لوبغاړي نن عمان سره لوبیږي

تصویر
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د عمان د کرکټ ملي لوبډلې سره تمریني لوبه وکړي . د عمان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د تیاریو دغه لوبه د کابل پر وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو د ټرینیډاډ او ټوباګو په کوینز پارک اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي . د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د جمعې په شپه (د مې ۳۱ مه) د سکاټلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره په دویمه تمریناتي لوبه کې مخ شي . د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام په «سي» ګروپ کې د نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، پاپوا نیو ګیني او یوګانډا د کرکټ ملي لوبډلو سره ده . په دې نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په ۴ مه د کابل پر وخت د سهار پنځه بجې د یوګانډا د کرکټ له ملي لوبډلې سره وشي . افغانستان تر دې د مخه هم عمان سره لوبې لرلي . د دغه هېواد لوبډله د افغان لوبغاړو پر وړاندې جدي لوبډله نه ګڼل کیږي .

د امو د تېلو له حوزې د ۳۳ میلیونو ډالرو تېل وپلورل شول

تصویر
طالبان وايي، د امو له تېلو حوزې یې ۶۰ زره ټنه تېل راویستلې او په ۳۳ میلیون ډالره یې پلورلي دي کارپوهان وايي، طالبان سره له دې چې له نړیوالو اقتصادي بندیزونو سره مخامخ دي، ددې توان لري چې د عوایدو داخلي سرچینې غوره مدیریت او عواید ترې تر لاسه کړي. تازه، د طالبانو د کانونو او پټرو لیم وزارت وايي، چې د امو سیند د تېلو حوزې د قشقري تېلو ۶۰ زره ټنه خام تېل یې په بولۍ کې په ۳۳ میلیونو ډالرو وپلورل . د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دې بولۍ کې ۱۸ کورنیو کمپنیو ګډون درلود، خو په دوی کې یما پټرولیم شرکت تر نورو د ګرانې بیې له امله تړون وګاټه . د دې بولۍ په مراسمو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود . نوموړي په دغه غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې د تېلو او ګاز د زېرمو او د دوی چاڼخونو جوړولو کې پانګونه وکړي . طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په سرپل کې د امو سیند تېلي حوزې اړوند د قشقري تېلي څاوو پر اېستلو پیل وکړ . طالبانو د تېر کال د نومبر پر ۲۲ وویل، چې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د دې څاګانو تېل پلورلي دي . سرپل ...

روسیه او ازبکستان: افغانستان کې سوله راته لومړيتوب لري

تصویر
  د روسیې او ازبکستان ولسمشرانو ویلي، دوی ته په افغانستان کې سوله او ټیکاو مهم دی د منځنۍ اسیا هېوادونو په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ودې باره کې بیا بیا اندېښنې ښوولي. دغه هېوادونو بار، بار ویلي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ترهګر د ودې په حال کې دي. خو اوس د روسیې او ازبکستان ولسمشران وايي، تر هر څه لومړی ورته په افغانستان کې ټیکاو مهم دی. د روسیې او ازبکستان ولسمشران وایي، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو ټینګښت تر هر څه زیات ورته لومړیتوب لري . تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ لیکلي، دغه موضوع ازبکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر کې د هغه او د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په ګډې خبرپاڼه کې یاده شوې ده . د روسیې او ازبکستان د ولسمشرانو په ګډې خبرپاڼه کې راغلي:« د هېوادونو مشران په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت د منځنۍ اسیا هېوادونو او ګاونډیو سیمو لپاره د سولې او ټیکاو ستر لامل بولي .» د دغه راپور پر بنسټ، دواړه هېوادونه « غواړي خپلې هڅې د مسکو فرمټ، د شانګهای همکاریو سازمان او نورو میاکانیزمونو په اډانه کې د افغانستان د کشالې ...

د چای څښلو بې ساري ګټې

تصویر
دا ځل مو د چای څښلو له بې ساري ګټو خبروو د چای څښلو او پر روغتیا د هغه د اغېزو په اړه ګڼې څېړنې شوي دي او دغه څېړنو ښوولي چې چای څښل روغتیا ته ګټه رسوي او د ګڼو ناروغیو مخه نیسي. د چای څښلو هغه لس روغتیایي ګټې چې ښايي تاسو ترې خبر نه یاست. چای یو له هغو څښاکونو دی چې په نړیواله کچه ډېر کارول کېږي او له پېړیو راهیسې انسانان خوند ترې اخلي. د چای بېلابېل ډولونه لري لکه تور، شین، سپین، لونګ، لیمويي او ځینې نور. هر یو خپل ځانګړی خوند او ځانګړتیاوې لري چې د چای پاڼو ډولونو او پروسس سره تړلي دي. اوس سوال دلته دی چې چای کافین لري ا و کنه؟ چای چې د "کمیلیا سینینسیس" په نوم د نبات له بیلابیلو ډولونو ترلاسه کېږي په طبیعي ډول کافین لري. د کافین اندازه د چای پاڼو پروسس او د چای پیالې ته تر رسېدو سره تړلي دي. ځینې نور لاملونه هم شته، لکه د چای څښلو لپاره کارول شوې اوبه څومره ګرمې دي او د چای پاڼې څومره وخت په اوبو کې پاتې کېږي. د چای ډېری ګټې د نبات په مرکباتو (پولیفینول) کې دي، دغه راز د چای ډول، د اوبو د تودوخې درجې او د سړېدو وخت هم خپل اغېز لري. د وینې فشار ته د چای څښلو ګټې د چای څښل...

داسې روباټ چې د انسان په څېر خبرې کوي

تصویر
ساینسپوهانو داسې روباټ رامنځته کړی چې د انسان په څېر خبرې مني او عمل کوي د سټارټاپ په څېر شکل روباټ باندې هڅه کېږي چې د اوپن اې ای په مرسته د انسان په څېر تا سره سوال او ځواب وکړي او ته چې ورته کومه خبره وکړې، نو په هغه خبره باید درسره پوه شي. ددې لپاره سانیسپوهانو یوه نوي نخسه نمایش ته وړاندې کړې تر څو د چټ جي پي ټي په مرسته د اوپن اې ای په و اسطه یې د انسان په څېر عادي خبرو ته تیاره کړي. دغه روباټ خبرې کولی شي، خو هغه ستونزې یې هم باید له منځه یوړل شي چې په افهام او تفهیم کې یې لري. پر دغه روباټ ددې لپاره کار کېږي چې په راتلونکې کې ورباندې هغه نامطلوبه انساني دندې ترسره کړي چې انسان ورڅخه په ډډه ځي. پروفیسور رابرټ بولټن په دې اړه وپوښتل شو، خو هغه تر اخره واضح نه کړه چې دغه روباټ به کوم ډول نامطلوبې دندې ترسره کوي. ددغه روباټ د خبرو ځینې برخې خپرې شوي هم دي، خو ساینسپوهان وايي، لا یې کار پاتې دی او د پوره اماده کولو وروسته به یې لنډه مرکه له رسنیو سره شریکه کړي. یوه روباټ ته یې د ۰۱ شکل نوم ورکړی دی. رابرټ وايي، ما د لومړي ځل لپاره له هغه وغوښتل چې مڼه راوړه، نو هغه زما...

روسیه: د افغانستان واقعیتونو ته په کتو پر طالبانو بندیزونه لرې کوو

تصویر
مسکو وايي، د افغانستان واقعیتونو ته په کتو سره به ډېر ژر طالبانو د ترهګرو له نومړله لرې کړي د روسیې او طالبانو تر منځ اړیکې له پخوا ښې وې. د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال چې کله یې طالبان پرضد جنګېدل، مسکو او قطر ورته لابي کوله، خو اوس تازه روسیه غواړي چې طالبان د ترهګرو له نوملړ لرې کړي. تازه، د روسیې د دولتي خبري اژانس RIA ریانووستي  د راپور له مخې، د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د روسیې حکومت به طالبان د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لیستڅخه وباسي . روسیې دا پرېکړه په جګړه ځپلي افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو درې کاله وروسته کړې ده . د طالبانو تحریک له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي . د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل: «قزاقستان په دې وروستیو کې پریکړه کړې، موږ هم د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د هغوی د ایستلو پرېکړه کوو .» د ۲۰۲۳ کال په پای کې قزاقستان طالبان د منع شویو سازمانونو له نوملړ څخه وایستل . په طالبانو باندې له نړیوالو بندیزونو سره سره، روسیې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خپلې سیاسي او اقتص...

پر رفح د اسرائیلو مرګوني بریدونه

تصویر
اسرائیلو په رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کړی چې قربانیان یې ملکي وګړي دي په ترلاسه شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې ددې بریدونو په پایله کې اکثره قربانیان ښځې، ماشومان اوملکي وګړي دي. په غزه کې روغتیايي چارواکي وايي، د دغې تراړې په جنوبي ښار رفح کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسرائیلو په تازه هوايي برید کې لسګونه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان دي . د اسرائيلو له بريد څو ساعته وړاندې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ یا حماس ويلي وو چې د مرکزي اسرائیل ت ل ابیب ښار پر لور یې توغندي توغولي دي . په رفح کې د بېځایه شویو فلسطینیانو پر یوه پندغالي له هوايي برید وروسته اخیستل شوې ویډیوګانې یوه لویه چاودنه او اورلګېدنه ښيي . د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو په برید کې ۳۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي . حماس وايي، برید د دوی له نظامي سیمو لرې د عامو خلکو پر پنډغالي شوی دی چې خوندي بشري سیمه ټاکل شوې وه . د اسرائیلو پوځ په یوه بیان کې تائید کړې، چې په "رفح کې یې د حماس پر یوه مرکز" هوايي برید کړی، چې د اسرائیلو په وینا، د "حماس مهم ترهګر هلته فعا...