کرېکټ؛ افغانستان د اسیا دویم ځواک؟ د پاکستاني کپتان ځوابي مسکا
د پاکستان د کرکټ نوي کپتان سلمان علي اغا په داسې حال کې د خپل ټیم مشري کوي چې لوبډله یې د بدلون په حال کې ده، خو داسې ښکاري چې هغه لا هم پر خپل ټیم پوره باور لري . د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه په عربي اماراتو کې په یوه خبري کنفرانس کې، د پاکستان کپتان سلمان اغا د یوه خبریال د تبصرې په ځواب کې په یوې معنی لرونکې مسکا سره غبرګون وښود. خبریال وویل چې افغانستان اوس د اسیا دویم غوره ټیم دی . دا تبصره وروسته له هغه وشوه چې پاکستان په دې وروستیو کې په شل اوریزو سیالیو کې کمزورې پایلې لرلې. په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې د امریکا پر وړاندې د دوی ماتې او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېدل، د دې لامل شول چې شنونکي د اسیا کرکټ په درجه بندۍ کې د بدلون خبره وکړي . د سلمان اغا دا ځوابيمسکا، چې د کم اهمیته ګڼلو په مانا تعبیر شوې، د اسیا جام له پیل څخه مخکې د دواړوهېوادونو ترمنځ روانې سیالۍ ته نور هم شور ورکړی دی. که څه هم پاکستان د بیارغونې په پړاو کې دی، خو د کپتان دا غیر لفظي ځواب ښيي چې دوی لا هم ځان د اسیا په سر کې ګڼي . اوس به دا په ډاګه شي چې ای...