د پوهنتونونو له نصابه د مضامینو حذف: د افغانستان اکاډمیک انزوا
طالبانو په یوه بې ساري اقدام کې د افغانستان له پوهنتونونو څخه ۱۸ کلیدي مضمونونه حذف کړل. دغه راز، د ۶۶ نورو مهمو مضمینو تدریس یې تر "اصلاحاتو" پورې وځنډاوه. دا پرېکړه د افغانستان د لوړو زده کړو پر راتلونکي یو پرېکنده ګوزار دی.
د عصري پوهې سیستماتیک
حذف
حذف شوي مضمونونه لکه
د افغانستان اساسي قانون، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، بشري حقونه او ډیموکراسي،
د عصري دولت جوړونې او ټولنیز فکر بنسټونه دي. طالبان دغه مضامین له خپلې ایډیالوژۍ
سره په ټکر کې بولي او په حذفولو سره یې غواړي د زده کړو محتوا په بشپړه توګه بدله
کړي.
۱. اکاډمیکه انزوا:
دا اقدام افغانستان له
نړۍ څخه په علمي ډګر کې په بشپړه توګه ګوښه کوي. د نړیوالو اړیکو، نړیوال قانون او
امنیت په څېر مضمینو محدودول، داسې نسل روزي چې د نړۍ له اوسني نظام او ډیپلوماسۍ څخه
به ناخبره وي.
۲. د اداري او سیاسي متخصصینو تشه:
د ښې حکومتولۍ او مدنيټولنې په څېر مضمینو په لرې کولو سره، طالبان عملاً د راتلونکي نسل څخه د یوهکارنده او ځواب ویونکي دولت د جوړولو وړتیا اخلي. دا کار به د اداري او سیاسي
متخصصینو یو لوی تشی رامنځته کړي.
۳. د انتقادي فکر ځپل:
د فلسفې، تاریخ او ادیانو
په څېر مضامین د انتقادي فکر او تحلیل وړتیا پیاوړې کوي. د دې مضمینو حذفول د یوې
تنگې او تړلې ایډیالوژۍ د تپلو هڅه ده. موخه یې د داسې ټولنې جوړول دي چې پوښتنه
او تحلیل په کې ځای ونه لري.
۴. د جنسیتي توپیر پیاوړتیا:
تر ټولو خطرناک زیان یې
د ښځو په اړه د مضمینو حذفول دي. دا پرېکړه یوازې د نصاب بدلون نه دی، بلکې په اکاډمیک
ډګر کې د جنسیتي توپیر (اپارتایډ) د پلي کولو یوه برخه ده. دا کار له ټولنې څخه د ښځو
د سیستماتیک حذفولو لړۍ بشپړوي.
۵. د ډیپلوم بې ارزښته کېدل:
له داسې یو محدود نصاب
سره، د افغانستان د پوهنتونونو ډیپلوم به خپله نړیواله علمي او مسلکي درجه له لاسه
ورکړي. فارغ شوي محصلین به په نړیواله کچه د سیالۍ وړتیا ونه لري، چې دا به هېواد
له اوږد مهاله اقتصادي او فکري رکود سره مخ کړي.
د مضمینو حذف یوه ساده
اداري پرېکړه نه ده. دا د افغانستان د فکري او ټولنیز جوړښت د ویجاړولو یوه منظمه
طرحه ده. که دا لړۍ دوام ومومي، نو افغانستان به د یوه منزوي، غیر متخصص او له
پرمختګ څخه پاتې هېواد په توګه پاتې شي.

نظرات
ارسال یک نظر