تورخم کې له افغان مسافرو سره د پاکستان د ناسم چلند ویډیو ته غبرګونونه
په انځور وینئ چې دا په تورخم کې پاکستاني لوري ته د افغانانو د پاسپورټ چک، کنټرول او ثبت شعبه ده.
په دې تړاو خواله رسنیو
کې خپرې شوې ویډیو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
په ویډیو کې پاکستاني
اداري کارکوونکي او پولیس افغان مسافرو او پاسپورټ ته بې احترامي کوي.
تورخم کې دواړو غاړو
ته تلونکي افغان مسافر تل د پاکستاني پولیسو او اداري کارکوونکو له ناسم چلند شکایتونه
کوي.
دیني عالم رحمت الله
اندړ دې ویډیو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې طالبان او پاکستان دواړه د
افغانان «تذلیلولو» او «تحقیرولو» کې سره یو لاس دي.
پر فېسبوک په زیات شمېر
افغان فعالانو هم د پاکستان دا چلند سپکاوی بللی او غوښتنه یې کړې، چې د دې چلند
مخه باید ونیول شي.
بل خوا افغانان شکایتونه
کوي، چې د پاکستان ویزې د عاجلو کارونو او ناروغانو لپاره په لوړو پیسو له دوو تر
درېیو میاشتو موده کې هم نه شي ترلاسه کولای.
خو څو ورځې وړاندې
بلوچستان کې د طالبانو قونسل، احمد حبیب ناصر وویل، چې پاکستانیانو ته یې د
افغانستان ویزو ورکړه آسانه کړې او کولای شي دوو ساعتونو کې یې ترلاسه کړي.
هغه ویلي وو، چې دغلته
هره ورځ شاخوا ۶۵۰ پاکستانیان د افغانستان ویزې ترلاسه کوي.

نظرات
ارسال یک نظر