د کاسا-۱۰۰۰ بیا پیل: د افغانستان لپاره نوې هیلې
د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لېږد سیمه ییزه پروژه، چې له کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې، د افغانستان لپاره یو ستراتیژیک پرمختګ دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې د برښنا شرکت اعلان کړی چې د دې پروژې عملي کار په دریو سیمو کې پیل شوی او تمه ده چې په دوو کلونو کې بشپړ شي.
اقتصادي ګټې او
فرصتونه
دا پروژه یوازې د برېښنا
د کمښت ستونزه نه حلوي، بلکې د پام وړ اقتصادي ګټې هم لري. افغانستان به د دې پروژې
له ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا څخه ۳۰۰ میګاواټه
ترلاسه کړي. دا به د کابل او ختیځو او سویلي ولایتونو د برېښنا ستونزې د پام وړ کمې
کړي.
سربېره پر دې،
افغانستان به د ترانزیټي حق له درکه هر کال شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالره
عاید ترلاسه کړي. دا عاید به د هېواد لپاره یو ثابت او مهم مالي سرچینه وي. د پروژې
د پخوانیو پورونو تادیه او د نویو مالي سرچینو تامین د نړیوالو ملاتړو له لوري د دې
پروژې د اقتصادي اهمیت ښکارندويي کوي.
ستراتیژیک او سیاسي
اهمیت
د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د اقتصادي ګټو ترڅنګ ژور ستراتیژیک او سیاسي اهمیت هم لري. دا پروژه
افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ د انرژۍ د نښلوونکي پل په توګه مطرح
کوي. دا به د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي.
همدارنګه، د دې پروژې
په بشپړېدو سره به پر وارداتي برېښنا د افغانستان اتکا کمه شي. دا به د هېواد د
انرژۍ امنیت پیاوړی کړي او په اوږد مهال کې به د اقتصادي ثبات لامل شي.
تېر خنډونه او اوسنی
وضعیت
د دې پروژې تړون په ۲۰۱۶ کال کې لاسلیک شوی و، خو په افغانستان کې یې کار د نا امنیو، مالي ستونزو
او سیاسي بدلونونو له امله ځنډېدلی و. په قرغزستان او تاجکستان کې د دې پروژې برخې
لا دمخه بشپړې شوې دي.
اوس چې په افغانستان کې
عملي کار پیل شوی، دا د وضعیت د ښه والي او د طالبانو د حکومت له لوري د لویو
پروژو د مدیریت د وړتیا نښه ګڼل کېدای شي.
د کاسا-۱۰۰۰ پروژې بیا پیل د افغانستان لپاره یو هیله بخښونکی ګام دی. دا پروژه د برېښنا
د کمښت د حل، د پام وړ عاید د ترلاسه کولو، او په سیمه کې د افغانستان د ستراتیژیک
رول د پیاوړي کولو وړتیا لري. د دې پروژې بریالی بشپړېدل به د هېواد د اقتصادي او
سیاسي راتلونکي لپاره یو مهم ګام وي.

نظرات
ارسال یک نظر