سویس څو طالب دیپلوماتان ددغه هېواد پلازمېنې جینوا ته غوښتي
د طالبانو د حکومت څلور ديپلوماتان د سویس د حکومت په بلنه د هغو افغانانو د پېژندنې لپاره جینیوا ته تللي چې په جرمونو محکوم شوي دي.
د سویس دولتي تلویزیون د جمعې په ورځ ناوخته د
خپل هیواد د چارواکو په قول وویل، دا اقدام «حساس خو ضروري» دی. دې رسنۍ پرته له دې
چې د سفر کره نېټه وښيي، ویلي چې د طالبانو ديپلوماتان «څو ورځې مخکې» جینیوا ته
تللي وو.
د سویس دولتي تلویزیون د سویس د دولتي کډوالۍ
ادارې د ویندوی پر اساس وویل چې د طالبانو پلاوي دوه ورځنی ماموریت افغانستان ته د
یوولسو محکومو کسانو او دوو نورو کسانو د
ستنېدو لپاره ترسره شوی دی.
د سویس د کډوالۍ ادارې ویاند، دانیل باخ، ویليدا کار د سفر د اسنادو د صادرولو لپاره اړین و، ځکه طالبان یوازې هغه اسناد مني چې
د دوی د خپلو چارواکو له لوري صادر شوي وي او د برن په ښار کې د افغانستان د
استازولۍ نور اسناد اعتبار نه لري.
د سویس چارواکي وايي د طالبانو پلاوی د خپل
حضور پر مهال د جینیوا له هوايي ډګر څخه بهر نه دی وتلی او یوازې د پېژندنې کار یې
ترسره کړی. د کډوالۍ ادارې په وینا، ډېری کسان، چې مطلوب ول، پېژندل شوی او د هغوی
د بېرته لېږلو چارې پیل شوې دي، خو په ځینو مواردو کې لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده.
د سویس تلویزیون ویلي چې دا اقدام د هغې تګلارې
دوام دی چې تېر کال د دې هېواد د عدلیې وزیر، بئات یانس، اعلان کړې وه او پر بنسټ یې
افغان مجرمان باید د بند د مودې له پای ته رسېدو وروسته وشړل شي.
سویس وروسته له دې په جرمونو د ککړو افغانانو د
ایستلو پروګرام پیل کړ، چې جرمني دوه ځلې یو شمېر مجرم افغانان له خپلې خلورې وایستل.

نظرات
ارسال یک نظر