خوست او ننګرهار ولایتونو کې د خلکو کورونو بمباري شوې
په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ځايي اوسیدونکي وايي چې بې پېلوټه او جنګی الوتکو د خلکو پر کورونو بمباري کړې او ملکیانو ته یې مرګ ژوبلې اړولي دي.
د ننګرهار ولایت په شینوارو
کې بې پیلوته الوتکې د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸ ویاله سیمه کې پر یوه
کور بریدونه کړي دي.
سرچینې وایي، چې په برید
کې دوه ماشومان ټپیان شوي او د بېړنیو روغتیایي خدماتو لپاره د غني خېلو روغتون ته
لېږدول شوي دي.
د خوست ولایت سپیرې
ولسوالۍ اوسیدونکو ویلي چې بې پیلوټه الوتکو په دې ولسوالۍ کې یو شمیر کورونه
بمباري کړي دي. د ځینو سرچینو په وینا په دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کېږي چې د کونړ په
دانګام ولسوالي کې هم بمباري شوې خو له کبله یې د مرګ ژوبلې او تاوانونو په اړه
کوم راپور لا نه دی ترلاسه شوی.
د دوی په وینا، تېر
ماخوستن په دې بمبارۍ کې خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. خو د دې لپاره چې بمباري
د شپې په تیاره کې شوې، د مرګ ژوبلو دقیق شمېر نه معلومېږي.
د طالبانو حکومت
تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نظرات
ارسال یک نظر