کرېکټ؛ افغانستان د اسیا دویم ځواک؟ د پاکستاني کپتان ځوابي مسکا
د پاکستان د کرکټ نوي کپتان سلمان علي اغا په داسې حال کې د خپل ټیم مشري کوي چې لوبډله یې د بدلون په حال کې ده، خو داسې ښکاري چې هغه لا هم پر خپل ټیم پوره باور لري.
د اسیا جام سیالیو ته
د چمتووالي په موخه په عربي اماراتو کې په یوه خبري کنفرانس کې، د پاکستان کپتان
سلمان اغا د یوه خبریال د تبصرې په ځواب کې په یوې معنی لرونکې مسکا سره غبرګون وښود.
خبریال وویل چې افغانستان اوس د اسیا دویم غوره ټیم دی.
دا تبصره وروسته له
هغه وشوه چې پاکستان په دې وروستیو کې په شل اوریزو سیالیو کې کمزورې پایلې لرلې.
په ځانګړې توګه د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې د امریکا پر وړاندې د
دوی ماتې او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېدل، د دې لامل شول
چې شنونکي د اسیا کرکټ په درجه بندۍ کې د بدلون خبره وکړي.
د سلمان اغا دا ځوابيمسکا، چې د کم اهمیته ګڼلو په مانا تعبیر شوې، د اسیا جام له پیل څخه مخکې د دواړوهېوادونو ترمنځ روانې سیالۍ ته نور هم شور ورکړی دی. که څه هم پاکستان د بیارغونې
په پړاو کې دی، خو د کپتان دا غیر لفظي ځواب ښيي چې دوی لا هم ځان د اسیا په سر کې
ګڼي.
اوس به دا په ډاګه شي
چې ایا د خبریال دا ادعا حقیقت لري او که د پاکستاني کپتان دا مسکا د باور نښه ده.
د دې پوښتنې اصلي ځواب به د اسیا جام په ډګر کې د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې څرګند
شي.

نظرات
ارسال یک نظر