طالبانو فراه ولایت کې د ۱۳۳ پراختیايي پروژو د پیل خبر ورکړ
د طالبانو د حکومت د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي،پر دغو ۱۳۳ بیلابیلو پراختیايي پروژو ۱۸۳ ملیونه افغانۍ لګښت راځي . د یاد وزارت په خبره، دغه پروژې د فراه ولایت د کلیو او بیارغونې او پراختیا ریاست د ګلستان ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پیل کړې دي . سرچینه وايي، په دغو پروژو کې عمومي او کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، پلچکونه او یو کوچنی بند جوړېږي . بل لورته ځایي خلک د پروژو له پیله خوښ او هیله من دي زرکونه کلیوال به یې په کار بوخت شي . یاد وزارت هم وایي، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي . د نظر خاوندان هم دا ډول پروژې په لنډ او اوږودمهال کې د افغانانو په ګټه بولي . دوی وایي که د کیفیت له پلوه ښه کار وشي نو، په اوږودمهال کې به د ځایي خلکو ستونزې هوارې شي او ترڅنګ یې د لنډې مودې لپاره به په زیات شمیر خلک هم په کار بوخت وي .