پوتین د افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته لوړپوړی پلاوی استولی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو لپاره د روسیې د ملي امنیت شورا پلاوی کابل ته لېږلی، چې دا چاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د روسیې د ملي امنیت
شورا منشي، سرګي شویګو، دا موضوع د پنجشنبې په ورځ د مسکو د امنیتي ناستې په پای کې
اعلان کړه. نوموړي وویل: «په دې وروستیو کې، د ولسمشر پوتین په لارښوونه د امنیت
شورا یو پلاوی کابل ته واستول شو، څو له طالبانو سره د راتلونکو همکاریو پر میکانېزمونو
خبرې وشي.»
شویګو څرګنده کړه چې دروسي پلاوي او د طالبانو د حکومت د استازو ترمنځ په لیدنو کې د ترانسپورتي دهلېزونوجوړولو، د کانونو د ګډې سپړنې، سوداګریزو تبادلو پراخولو او کرنیزو همکاریو په
برخو کې بحث شوی دی.
په ورته وخت کې، د روسیې
د دفاع د مدیریت مرکز د جوزا له ۶مې تر ۸مې د سیمې د
امنیت پر سر یوه نړیواله ناسته جوړه کړه چې پکې د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی هم، په
بېساري ډول، برخهوال و. دا د طالبانو لپاره یو مهم ډيپلوماټیک پرمختګ بلل کېږي، ځکه
روسیه تر اوسه طالبانو ته رسمي مشروعیت نه دی ورکړی.
روسیه په تېرو میاشتو
کې د افغانستان لپاره د یو شمېر ستراتیژیکو پروژو، لکه د ترانس افغان دهلېز، د بریښنا
د انتقال او د کانونو د استخراج په برخو کې د پانګونې لیوالتیا ښودلې ده. همداراز،
طالبانو هم د روسي شرکتونو او پانګوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.
سیاسي شنونکي باور لري
چې د افغانستان جیوپولیتیک موقعیت او بډایه زیرمې، مسکو ته مهم دي او دا نوې اړیکې
به دواړو لورو ته اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې ورسوي.
د سیمې د امنیتي معادلو په بدلېدونکي چاپېریال کې، دا لیدنې کولای شي افغانستان د نړیوالې انزوا د ماتولو لاره هواره کړي.

نظرات
ارسال یک نظر