د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته ورسېده
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د آستانې په نړیوال فورم کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللی دی.
د طالبانو د سوداګرۍ
وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزی به په دې غونډه کې په
افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه وینا وکړي.
په دې سفر کې یو پلاوی
هم له عزیزی سره مل دی.
د آستانې نړیوال فورم یوه
نړیواله غونډه ده چې پکې د اقتصاد، اقلیمي بدلون، نړیوال امنیت، دوامدار پرمختګ،
او سیمهییزو همکاریو په اړه بحث کېږي.
د منځنۍ آسیا له هېوادونو،
په ځانګړې توګه له قزاقستان سره، د طالبانو سوداګري او اقتصادي اړیکې په وروستیو
کلونو کې د پام وړ پراخې شوي دي. د قزاقستان چارواکو، چې د دغه هېواد د صدراعظم
مرستیال هم پکې شامل دی، په تېرو څلورو کلونو کې کابل ته سفرونه کړي او له طالبانو
سره یې د سلګونو میلیون ډالرو قراردادونه لاسلیک کړي دي.
په وروستیو کې د
قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانگارین کابل ته د سفر پر مهال د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ژمنه وکړه.
همداراز، د طالبانو
اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د کابل او آستانې ترمنځ درې میلیارده ډالرو ته د
سوداګرۍ د لوړولو لپاره د لارې د نقشې د مسودې د لاسلیک خبر ورکړی.
له هغې وروسته چې د
طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې، د طالبانو حکومت له قزاقستان،
ترکمنستان، ازبکستان او روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
دې ته ورته هڅه د
افغانستان تېرو حکومتونو وروسته له هغه وکړه چې د پاکستان له لوري نهیلي شول.

نظرات
ارسال یک نظر