د بلوچستان د ازادۍ پوځ سوراب ښار ونیو، حکومت برید تاییدوي


د بلوچستان ازادۍ پوځ (BLA) ادعا کوي چې تېر ماښام یې د پاکستان د بلوچستان ایالت سوراب ښار په بشپړه توګه نیولی او پر ټولو دولتي ادارو، تاڼو، بانکونو او نورو بنسټونو یې کنټرول ټینګ کړی دی. دغه ډله وایي، د جګړې پر مهال یې ټول امنیتي ځواکونه ژوندي نیولي یا شاتمبولي دي.

د BLA ویاند ویلي، له نیول شویو امنیتي سرتېرو یې وسلې اخیستې او هغوی یې د بلوڅ توکم له امله، له ژمنو سره مشروط آزاد کړي دي. د ډلې په وینا، دا عملیات د بلوچستان د «خپلواکۍ مبارزې» مهم پرمختګ دی.

بل‌خوا، د بلوچستان ایالتي حکومت د سوراب ښار د نیولو خبر نه‌دی رد کړی. د ایالتي حکومت ویاند رشید ریند تأییدکړې چې وسله‌والو د ښار مرستیال کمیشنر، هدایت‌الله بلیدي وژلی او پر دولتي ودانیو، د چارواکو پر کورونو او تاڼو یې بریدونه کړي دي.

د BLA له خوا خپره شوې اعلامیه وایي، مرستیال کمیشنر د دوی پر جنګیالیو د برید هڅه کوله، خو دوی هغه ژوندی نیولی و او یوه کوټه کې یې بند کړی و. وروسته نوموړی له تنفس پاتې کېدو له امله مړ شوی دی.

د ایالتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په برید کې لږ تر لږه ۶ تنه ژوبل شوي او زرګونه خلک له سوراب ښار څخه نورو سیمو ته تللي دي. د روغتیا وزارت سرچینې وايي چې تر دې دمه ۳ مړي او ۹ ټپیان د ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د کوټې-کراچۍ لویه لاره چې د هېواد یو له مهمو اقتصادي شریانونو ده، هم د BLA جنګیالیو له خوا تړل شوې او د لارې د پرانیستو لپاره نظامي عملیات روان دي.

بلوچستان چې د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) مهمه برخه ګڼل کېږي، له کلونو راهیسې د بیلتون‌پالو وسلوالو ډلو د بریدونو شاهد دی. له ۲۰۰۴م کال را وروسته تر ۸۰۰۰ زیات کسان د دغه تاوتریخوالي قربانیان بلل شوي دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي