د سیمهییز ثبات لپاره د افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه
د ازبیکستان د ستراتیژیکو او بینالمنطقهیي مطالعاتو انسټیټیوټ مرستیال، بختیار مصطفییف، د شانګهای د همکاریو سازمان د اندیشکدهوو د شلمې ناستې پر مهال ټینګار وکړ چې له افغانستان سره سیمهییزه همکاري نه یوازې د دغه هېواد ثبات تضمینوي، بلکې د ټولې سیمې امنیت ته بنسټیز اهمیت لري.
مصطفییف وویل:
"له افغانستان سره همکاري د شانګهای د سازمان غړو هېوادونو لپاره یو حیاتي
فاکتور دی، ځکه د افغانستان بېثباتي تل په سیمهییزو امنیتي معادلو اغېز کړی."
د افغانستان د شاملېدو
غوښتنه
دغه څرګندونې د شانګهای
د همکاریو سازمان د مشورتي بُعد په یوه مهمه ناسته کې مطرح شوې چې سږ کال د مې میاشتې
په ۲۴مه نېټه د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې
ترسره شوه.
ازبیکستان ټینګار کړی
چې باید د "افغانستان لپاره د تماس ډلې" بېرته فعاله شي؛ دا ډله د شانګهای
د سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره جوړه شوې وه، خو له ۲۰۲۱ وروسته غیر فعاله شوه.
د افغانستان اقتصادي
فرصتونه
په ورته وخت کې د
افغانستان د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظری، ویلي چې د شانګهای په
سازمان کې د افغانستان غړیتوب کولای شي په اقتصادي، تجارتي او سیاسي برخو کې د پام
وړ فرصتونه برابر کړي. نوموړي ټلویزیون طلوعنیوز ته ویلي:
"شانګهای یو پیاوړی سیمهییز او فرامنطقهیی
سازمان دی. افغانستان ته د دغه سازمان غړیتوب د سیاسي اعتبار ترڅنګ اقتصادي ګټې هم
لري، له منځنۍ آسیا سره د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې دروازې پرانېزي."
د نظری په وینا،
افغانستان اوس هم له دغو هېوادونو سره د کال شاوخوا ۲.۳ میلیارده ډالرو
په ارزښت سوداګري کوي، چې د شانګهای سازمان له لارې دا کچه تر ۴ میلیارده ډالرو لوړېدلی شي.
سیمهییز حساسیتونه
سلیم پیگیر، د سیاسي
چارو کارپوه، وایي: "د افغانستان ثبات د منځنۍ آسیا امنیتي تضمین دی. لکه څنګه
چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان جګړو منځنۍ آسیا اغېزمنه
کړه، نن هم بېثباتي کولای شي همدا اغېز تکرار کړي."
د روسیې استازی ضمیر
کابلوف هم له دې وړاندې څرګنده کړې وه چې که د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې
لهخوا په رسمیت وپېژندل شي، مسکو به د دې هېواد د شانګهای سازمان ته د غړیتوب
ملاتړ وکړي.
د ازبیکستان وروستي څرګندونې
د افغانستان لپاره یو دیپلوماتیک فرصت ګڼل کېږي. دا به د طالبانو د حکومت لپاره،
کهیې نړیوال باور ترلاسه کړ، د سیمهییزې همکارۍ نوې دروازې پرانیزي. په ورته وخت
کې، دا تعامل کولای شي د افغانستان اقتصادي انزوا ته د پای ټکی کېږدي او د پراخې سیمې
امنیت ته نوی ابعاد ورکړي.
په اوسنیو شرایطو کې،
که شانګهای سازمان له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکړي، دا به نه یوازې د
افغانستان لپاره یو فرصت وي، بلکې د منځنۍ آسیا لپاره هم د ثبات یو نوی بنیاد جوړولی
شي.

نظرات
ارسال یک نظر