طالبانو فراه ولایت کې د ۱۳۳ پراختیايي پروژو د پیل خبر ورکړ


د طالبانو د حکومت ‏د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي،پر دغو ۱۳۳ بیلابیلو پراختیايي پروژو ۱۸۳ ملیونه افغانۍ لګښت راځي.

د یاد وزارت په خبره، دغه پروژې د فراه ولایت د کلیو او بیارغونې او پراختیا ریاست د ګلستان ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پیل کړې دي.

سرچینه وايي، په دغو پروژو کې عمومي او کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، پلچکونه او یو کوچنی بند جوړېږي.

بل لورته ځایي خلک د پروژو له پیله خوښ او هیله من دي زرکونه کلیوال به یې په کار بوخت شي.

یاد وزارت هم وایي، چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شي.

د نظر خاوندان هم دا ډول پروژې په لنډ او اوږودمهال کې د افغانانو په ګټه بولي.

دوی وایي که د کیفیت له پلوه ښه کار وشي نو، په اوږودمهال کې به د ځایي خلکو ستونزې هوارې شي او ترڅنګ یې د لنډې مودې لپاره به په زیات شمیر خلک هم په کار بوخت وي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي