د ټرمپ ادعا؛ که زه نه وای، پوتین به له بدو پېښو سره مخ و


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له اور سره لوبې کوي.

ترمپ زیاته کړې هغه څه چې پوتین پرې نه پوهېږي دا دی چې “که تر اوسه زه نه وای، روسیه به له بدو پېښو سره مخ شوې وه”.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ د تېرې یکشنبې په ورځ هم ویلي و چې پوتین « لیونی شوی دی».

نوموړې ځکه پوتین لیونی بللی وو، چې د ټرمپ په خبره پر اوکراین یې تر ټولو لوی هوايي برید کړی.

ولسمشر ټرمپ ویلي، پوتین د اوکرایین په یوه برخه نه، بلکې پر ټوله خاوره یې ولکه غواړي چې په خبره یې دا پخپله د روسیې د سقوط لامل کېدای شي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې وروستیو څو ورځو کې روسیې پر اوکرایین د بې پیلوټه او توغندیو بریدونه زیاته کړې، چې د روسیې دې اقدام پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.

کرملین بیا د نوموړي د دې خبرو په غبرګون ویلي و، چې د ټرمپ دا څرګندونې ښايي د احساساتي فشار له امله وي.

نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي