د پاکستان او ایران د جګړې تر منځ راګیر: د افغانستان راتلونکی به څه وي؟
افغانستان دا مهال د دوو اورونو تر منځ پروت دی. له یوې خوا له پاکستان سره د ډیورنډ پر کرښه ښکاره جګړه او له بلې خوا په ایران کې د نړیوالې جګړې پراخېدو، د دغه هېواد د ترانزیټ او سوداګرۍ رګونه وچ کړي دي. د افغانستان اقتصادي بحران ۲۰۲۶ یوازې د پولي کمښت خبره نه ده، بلکې دا د یو داسې هېواد د محاصرې کیسه ده چې خپله خوراکي او صنعتي اړتیاوې له ګاونډیو پوره کوي.
د ډیورنډ کرښه او له پاکستان سره د جګړې ویجاړونکې اغیزې
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۲۷مه، پاکستان د غضب الحق په نوم پوځي عملیات پیل کړل. اسلام اباد ادعا کوي چې په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۵۰۰ څخه زیات کسان د هغو بریدونو په پایله کې وژل شوي چې د افغانستان له خاورې پلان شوي وو. دا جګړه د دې لامل شوه چې اته مهمې سوداګریزې لارې، لکه تورخم او سپین بولدک، په بشپړ ډول وتړل شي. کله چې لارې بندې شي، په کابل کې د اوړو او تېلو قیمتونه سر وهي، چې دا په مستقیم ډول پر ولسي وګړو فشار راوړي.ولې د ایران لاره د افغانستان لپاره نوره بدیل نه ده؟
کله چې له پاکستان سره اړیکې خرابې شوې، طالبانو د ایران چابهار بندر ته مخه کړه. په ۲۰۲۵ کال کې له ایران سره سوداګري ۱.۶ میلیارد ډالرو ته ورسېده، چې له پاکستانه یې مخکې کړه. خو د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران، اسراییل او امریکا ترمنځ د جګړې پیل دغه پلان ب هم له منځه یووړ. اوس د عمان په سمندرګي کې د کښتیو تګ راتګ درېدلی او افغان سوداګر په چابهار کې خپل مالونه نه شي بارولی.یوه باوري سرچینه پژواک ته وایي، نن له سهار راهیسې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د اعلان شوي اوربند سره سره، د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ عمومي لاره د ترافیکو پر مخ په بشپړه توګه تړل شوې ده.
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) March 19, 2026
سرچینه زیاتوي، د یادې لارې د تړل کېدو له امله د سیمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي… pic.twitter.com/2JS63cjz0e
نظرات
ارسال یک نظر