ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني
امریکايي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د دوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره له نږدې وویني.
د رویټرز او نیویارک ټایمز په راپورونو کې ویل شوي چې ټرمپ به له پوتین سره
تر دې کتنې وروسته د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره هم په درېاړخیزه غونډه
کې د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي.
ویل کېږي چې دا به له ۲۰۲۱ وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لومړۍ مخامخ کتنه
وي.
بلخوا د سپینې ماڼۍ ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ټرمپ او پوتین به په دې
مخامخ کتنه کې د اوکراین جګړې پر پایتهرسولو خبرې او نظرونه تبادله کړي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر روسیې ته خبرداری ورکړی و چې پر اوکراین خپل بریدونه
پایته ورسوي، ګېني مسکو به د واشنګټن له نویو بندیزونو سره مخ شي.
ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر د بندیزونو پر وړاندې «سرسخت» بللی و او ویلي
وو چې هر ځل له پوتین سره د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره یوې هوکړې ته نږدې
شي، خو مسکو بیا پر کيیف بریدونه وکړي.
د امریکايي رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ
ته له ننوتو وروسته د اوکراین جګړې د پایتهرسولو لپاره هڅې پیل کړې، خو تر اوسه یې
کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

نظرات
ارسال یک نظر