استرالیا کې افغان سفارت؛ د فعالیتونو ځنډېدل او د زرګونو افغانانو برخلیک
استرالیا کې افغان سفارت به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل
فعالیتونه وځنډوي. په دې مقاله کې د سفارت د تړل کېدو لاملونه، د مېشتو افغانانو
برخلیک او د استرالیا د حکومت د نوي دریځ په اړه بشپړ معلومات ولولئ.
په کینبرا کې د افغانستان سفارت او د استرالیا
د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په یوې ګډې اعلامیه کې اعلان کړی چې استرالیا کې
افغان سفارت به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې وروسته خپل فعالیتونه په رسمي ډول وځنډوي.
دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې دواړو خواوو ټینګار
کړی چې دوی د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دي او طالبان د افغانانو د مشروع استازو
په توګه په رسمیت نه پېژني. په اعلامیه کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو، په ځانګړي
ډول د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک نقض په کلکه غندل شوی دی.
استرالیا کې افغان سفارت، د
سفارت د فعالیتونو د ځنډېدو لاملونه
که څه هم استرالیا کې افغان سفارت د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې
راهیسې د جمهوریت په استازولۍ خپلو خدماتو ته دوام ورکړی و، خو اوسني وضعیت او ځینو
محدودیتونو ته په کتو دواړه لوري پر دې سلا شوي چې فعالیتونه وځنډوي.
د استرالیا حکومت د سفیر وحیدالله ویسي د تېرو څو
کلونو هڅې ستایلي دي. په اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال له جون وروسته به د سفارت ودانۍ،
ملکیتونه او آرشیف د ویانا کنوانسیون له مخې د استرالیا د حکومت تر ساتنې لاندې
وي، خو هیڅ داسې نیت نشته چې د طالبانو له خوا معرفي شوي ډیپلوماټان یا استازي
ومنل شي.
استرالیا کې افغان سفارت، د
افغان کډوالو برخلیک او قونسلي خدمات
په استرالیا کې د کډوالو شورا دا پرېکړه
"اندېښمنونکې" بللې ده. د رسمي شمیرو له مخې، دا مهال په دغه هېواد کې
تر ۷۸ زرو ډېر افغانان ژوند کوي چې له هغې جملې ۲۶ زره او ۵۰۰ تنو یې د کابل له سقوط وروسته بشري ویزې
ترلاسه کړې دي.
استرالیا کې افغان سفارت د دغو کډوالو لپاره
لاندې حیاتي خدمات وړاندې کول:
د پاسپورټونو وېش او تمدید.
د هویت تایید او د زېږون کارتونو صادمول.
د تابعیت د لغوې او نورو حقوقي چارو تایید.
د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې د سفارت تړل کېدل
به زرګونه افغانان اړ کړي ترڅو د خپلو اسنادو لپاره د طالبانو ادارو ته مراجعه وکړي،
چې دا چاره د دوی شخصي معلوماتو او امنیت ته جدي ګواښ پېښولی شي.

نظرات
ارسال یک نظر