منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي
منظور پښتن وايي، دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي، ځکه دوی هر وخت جګړه غوښتي او بریالي شوي، خو دا ځل به لوبه ددوی د توقع خلاف وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)
مشر منظور پښتین په
خوست او د افغانستان په نورو سیمو د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې
توند غږ پورته کړی او پاکستاني چارواکو ته یې خبرداری ورکړی چې د جګړې پایلې به دا
ځل د دوی په ګټه نه وي.
تاریخي درس او اوسنی
وضعیت؛ منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي
منظور پښتین د پاکستان
لخوا پر افغان خاوره د بمبار د غندلو ترڅنګ ویلي، چې اسلام اباد باید په دې غلط
فهمۍ کې پاتې نشي چې دوی به د تېر په څېر له دې لوبې ګټونکي راوځي. ښاغلي پښتین په
خپلو خبرو کې وویل: ”تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا
نړۍ یاد ولري.“
د نوموړي په باور، په
سیمه کې روان تاوتریخوالی او نوې جګړې تصادفي نه دي، بلکې دا یوه سپارل شوې پروژه
ده. پښتین وايي چې د چین د پراختیايي پروژو د مخنیوي لپاره پاکستان ته د جګړې د پیدا
کولو دنده سپارل شوې ده، چې اصلي قربانیان یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت لر
او بر پښتانه او افغانان دي.
د جنرالانو خوبونه اود پښتنو واقعیت؛ منظور پښتین: دا ځل به لوبه د پاکستاني جنرالانو خلاف وي
د پښتون ژغورنې غورځنګ
مشر د پاکستاني پوځي چارواکو او استخباراتي شبکې پر نیتونو کلکې نیوکې وکړې. هغه د
پنجابي جنرالانو د ذهنيت په اړه وویل:
”پنجابي جرنیلان فکر کوي چې د لوبې په پای کې
به دوی د ډالرو او نړیوالو تجارتونو څیښتن شي، لاهور، اسلام اباد او فیصلاباد به
د مستیو، رڼاګانو او خندا مرکزونه وي.“
خو د پښتین په وینا، د
دې "لوبی" بله خوا د پښتنو لپاره ډېره تیاره ده. هغه زیاته کړه چې د
جنرالانو د دې پلانونو په پایله کې به ”پښتون ته یوازې اوښکې، وینې، د ښځو او
ماشومانو لوی لوی ادیرې، لادرکه ځوانان، سپینږیري، او له کوېټه تر پېښوره او له
وزیرستانه تر سوات پورې ویجاړ بازارونه پاتې شي.“
د چین اقتصادي پروژې
او د ملتپالو اندېښنې
یوازې منظور پښتین نه،
بلکې ګڼ شمېر نور پښتانه ملتپال او سیاستوال هم په دې باور دي چې په پاکستان کې د
وسلوالو بریدونو وروستی زیاتوالی نېغ په نېغه د چین د اقتصادي او پراختیايي پروژو
(CPEC) د ګډوډولو هڅه
ده.
راپورونه ښيي چې په خیبر
پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو، د پاکستاني طالبانو (TTP)
او بلوڅ بېلتونپالو د
بریدونو له امله په ډېرو سیمو کې د چین اړوند پروژې یا درېدلې او یا هم ټکنۍ شوې
دي.
د بریدونو شالید او د
طالبانو غبرګون
منظور پښتین دا څرګندونې
داسې مهال کوي چې وړمه شپه پاکستاني الوتکو د افغانستان پر درېیو ولایتونو (خوست،
پکتیکا او کنړ) هوايي بریدونه ترسره کړل. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو
کې کابو ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کابل کې د طالبانو
حکومت دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د پاکستان دا عمل یې د افغانستان پر حریم
تېری بللی دی. د طالبانو ویاندویانو ویلي چې دوی به په یو مناسب وخت کې د دغو بریدونو
ځواب ورکړي.

نظرات
ارسال یک نظر