اسلام اباد: له افغانستان سره د استانبول خبرې عملي حل ته ونه رسېدې


پاکستان د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د دوامدار اوربند د رامنځته کولو لپاره د استانبول خبرې “هیڅ عملي حل ته نه دي رسېدلې”، او ټینګار یې وکړ چې اسلام‌اباد به د خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره لازم ګامونه واخلي.

وروسته له هغه چې د دواړو ګاونډیانو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې، پاکستان او افغانستان په استانبول کې درې ورځې خبرې وکړې.

په دې تاوتریخوالي کې له ۷۰ څخه زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو. جګړه د اکتوبر په نهمه په کابل کې له چاودنو وروسته پیل شوه، چې د طالبانو چارواکو یې پړه پر پاکستان واچوله.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب له څلورو ورځو خبرو وروسته نن په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:

«د افسوس ځای دی چې افغان لوري هېڅ تضمینونه ورنه کړل، له اصلي موضوع څخه یې ځان اړاوه، او د تورونو، پلمو او انحراف له لارې یې وخت ضایع کړ

هغه زیاته کړه:

«له همدې امله خبرې هیڅ عملي یا د کار وړ حل ته ونه رسېدلې

تارړ وویل، پاکستان له افغانستان سره د سولې په نیت خبرې وکړې، خو ده کابل تورن کړ چې د پاکستان ضد ترهګرو بې‌درېغه ملاتړ کوي.

هغه ټینګار وکړ:

«موږ به د ترهګرۍ له خطره د خپلو خلکو د ژغورلو لپاره ټول لازم ګامونه واخلو، او د ترهګرو، د هغوی د پټن‌ځایونو، مرسته‌کوونکو او ملاتړو د له منځه وړلو پرېکړه مو کړې ده

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

د دواړو پخوانیو متحدانو اړیکې په وروستیو کلونو کې ترینګلې شوې دي، ځکه اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي چې د هغو وسلوالو ډلو کوربه‌توب کوي چې په پاکستان کې بریدونه کوي.

د اسلام‌اباد لپاره تر ټولو لویه اندېښنه د ټي ټي پي (TTP) ډله ده، چې پاکستان له طالبانو غواړي پرضد یې اقدام وکړي. خو طالبان وايي چې د ټي ټي پي او نورو وسله والو موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید په خپله یې حل کړي.

د اکتوبر په نهمه د کابل له چاودنو وروسته — چې د د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د نوي ډیلي له سفر سره هم‌مهاله وې — طالبانو د سرحدي بریدونو لړۍ پیل کړه، چې د پاکستان غبرګون یې راوپاروه.

لومړنی ۴۸ ساعته اوربند پای ته ورسېد، خو دوهم اوربند د اکتوبر په ۱۹مه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د دوحې له خبرو وروسته اعلان شو.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د استانبول د خبرو د پای ته رسیدو یا ناکامېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي خو پرون طالب سرچینو تور ولکاوه چې پاکستاني استازي د خبرو او منطق د وړاندې کولو پر ځای هڅه کوي چې له خبرو وتښتي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

متحده عربي امارات د روسیې او اوکراین ترمنځ د ۳۵۰ جنګي بندیانو تبادله کې منځګړیتوب کوي

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي