
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه آصف ویلي چې له
افغان استازو سره د څلور ورځنیو خبرو لړۍ “مثبتې” وې او په بېلابېلو موافقو او تړونونو
کې پرمختګ شوی، چې د لاسلیک وروستۍ چاره هم بشپړه شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان د اطلاعاتو
وزیر ویلي چې خبرې ناکامه شوي او مسوولیت یې د افغانستان په غاړه دی.
اصف هم تر دې وړاندې نه یوازې د خبرو د ناکامي
پړه پر افغان لوري اچولې وه، بلکې خبرداری یې ورکړی و چې که خبرې ناکامه شوې
پاکستان به پر افغانستان پراخ یرغل وکړي.
خو د پاکستان اوصاف ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ
ناوخته د خواجه اصف له قوله ویلي چې کابل له بندیزونو او توند چلند څخه ډډه کړې او
هر ځل له ټیلیفوني اړیکو وروسته یې مسایل هوار کړي دي. د اوږدو خبرو اترو له امله
د راتلونکو کړکېچونو د مخنیوي بنسټ پیاوړی شوی دی.
د ده په وینا، پورته ګامونه د دواړو هېوادونو د
اړیکو د پیاوړتیا هڅې ښيي، چې د ملي ګټو لپاره ضروري دي.
خواجه آصف په عین حال کې وویل چې کابل پر
پاکستان دوامداره فشار اچوي او د “بلیکمیل” تاکتیکونه کاروي.
د ده په خبره، افغان مشران باور لري چې تړونونه
هېڅکله دوام نه شي کولی. پاکستان د افغانستان د ګټو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي
— د خاورې، سوداګرۍ او سرچینو کارول یې ممکن کړي دي.
خواجه اصف چې په ځلونو متناقضې او له مبالغې ډکې
خبرې کړي، ادعا کړې چې «د افغانستان مشرانو د یو “ښه پور” غوښتنه هم کړې وه، چې
لانجمنه شوه، ځکه د ټولو افغان غوښتنو منل ممکن نه دي.»
د ده په وینا، افغان حکومت یو ځل بیا د لس میلیاردو پاکستاني روپیو
پور غوښتنه کړې ده.
دا په داسي حال کې ده چې طالب سرچینې وايي، د
استانبول په خبرو کې په هیڅ راز مالي مسایلو خبرې نه دي شوي.
خو خواجه اصف وايي، افغان استازو په استانبول کې
د وروستیو خبرو په ترڅ کې نورې غوښتنې هم وړاندې کړې. خو پاکستان له دې وړاندې هڅې
کړې چې د افغانستان ستونزې حل کړي، سره له دې افغان چارواکي لا هم د هغو ډلو ملاتړ
کوي چې د پاکستان پر ضد فعاله دي.
د پاکستان نورو چارواکو، چې د خواجه اصف په شان
غیرجدي نه دي، دا ډول مسایلو ته هیڅ راز اشاره نه ده کړې. تر دې چې د افغانستان
لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي«ایا د پاکستان د کورنیو
چارو وزیر نقوي، او دفاع وزیر خواجه اصف د ښه او بد پولیس رول لوبوي؟ یا دا چې
نقوي هوښیار او ځیرک دی او پوهېږي چې له افغانستان سره د جګړې په پیلولو کې د
پاکستان خیر نه شته او ډېر به بې پروا اقدام وي؟ په هر دلیل چې وي، هغه سم وايي چې
دلته دیپلوماسي یوازینی انتخاب دی.»
د اوصاق د راپور پر اساس، خواجه اصف وویل:
«پاکستان غوښتنه کوي چې د پاکستان پر
خاوره او خلکو بریدونه ونهشي، ترهګرو ته پناه یا امکانات ور نهکړل شي، او له
افغان خاورې د پاکستان پر ضد هېڅ اقدام ترسره نهشي. موږ سولې ته ژمن یوو، خو د
افغانستان د خاورې مداخله یا کارول د منلو نه دي.»
خواجه آصف همداراز وویل چې د افغانستان د ګندهارا
او بامیان تمدنونه، د بودایي فرهنګ نښې، او اسلامي میراث د پاکستان له تاریخي او
کلتوري اړیکو سره تړاو لري، نو د کابل او نوي ډیلي اړیکې باید د پاکستان په زیان
تمامې نهشي.
هغه ټینګار وکړ چې اوسني وضعیت ته په پام د دواړو
هېوادونو د اړیکو لپاره یوه روښانه تګلاره ضروري ده.
ده زیاته کړه چې هند غواړي «په افغان پوله کې»
د پاکستان د ښکېلتیا فضا رامنځته کړي او پاکستان په دې اړه استخباراتي شواهد لري.
د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې هند غواړي د خپلې ستراتیژۍ په چوکاټ کې په سیمه
کې مداخله وکړي.
خواجه آصف وویل:
«پاکستان به د پولې د خوندیتوب او د ترهګرۍ
پر ضد د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي. د افغانستان سترې جګړې — د شوروي اتحاد او
ناټو پر ضد — د پاکستان له ملاتړ پرته ممکنې نه وې.»
نظرات
ارسال یک نظر