نړیوالو بازارونو ته د په لاس اوبدل شوو غالیو د صادراتو زیاتېدل


له هراته نړیوالو بازارونو ته په لاس د اوبدل شوو غاليو صادرات زیات شوي دي

هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې په دې ولایت کې په لاس‌اوبدل شوې غالۍ بهر ته صادر شوي دي.

د یادې خونې اجرائیوي رییس یوسف امین زیاتوي چې، تر دې دمه یوازې د ۲۷۰ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت بهر ته صادرات شوي دي.

یوسف امین وایي، دغه غالۍ استرالیا، جرمني او اتریش هېوادونو ته صادر شوي دي.

هغه زیاتوي چې په لاس‌ د اوبدل شوو غاليو په صادراتو کې د تېرکال په پرتله ښکاره زیاتوالی راغلی چې په وینا یې، تېرکال د ۱۵۵زرو امریکایي ډالرو په ارزښت غالۍ له هرات څخه صادرې شوې وې؛ خو په روان کال کې دا کچه تر ۱۱۶زرو ډالرو زیاته شوې ده.

په لاس ‌اوبدل شوې افغاني غالۍ د هېواد یو له مهمو کلتوري او اقتصادي محصول بلل کېږي چې، د لوړ کیفیت او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړې ارزښت او مینه وال لري.

په هېواد کې دننه په زیات شمېر کسان هم د غالیو د اوبدلو په کارخونو کې په کار بوخت دي.


نظرات

پست‌های معروف از این وبلاگ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

افغانستان او ویسټ انډيز دویمه لوبه؛ د اتلانو لپاره د بریا او لاسته راوړنې بل فرصت

متحده عربي امارات د افغانستان له ورغتیايي سکټور سره مرسته کوي