افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د چین، ایران او روسیې مخالفت
د چین، ایران، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو
وزیرانو د څلور اړخیزې ناستې په اعلامیه کې، یادو هېوادونو په افغانستان کې د بهرنیو
ځواکونو له بېرته ځای پر ځای کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د «ګلوبل ټایمز» د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګو جیاکن د تلې په ۴مه وویل، په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو وزیرانو په ښکاره توګه له هغو
«هېوادونو څخه چې د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دي» په پوځي اډو کې د ځواکونو د بېرته ځای پر ځای کولو مخالفت وکړ. د ده په وینا، د چین، روسیې، پاکستان او ایران وزیرانو دا اقدامات د سیمې د سولې او امنیت لپاره زیانمن وبلل.
هغه زیاته کړه: «دا اعلامیه په بشپړ ډول د
افغانستان د ګاونډیانو د حاکمیت، خپلواکۍ او ملي عزت درناوی، او همدارنګه د نړیوالې
ټولنې ګډه اراده چې د افغانستان د ثبات او بیا رغونې لپاره مرسته وکړي، څرګندوي.»
ده ټینګار وکړ: «چین د افغانستان د ګاونډي او یوه
مسوول هېواد په توګه غواړي له نړیوالې ټولنې سره د افغان اړخ د ملاتړ لپاره خپلو
همکاریو ته دوام ورکړي او د سولې او بیا رغونې په بهیر کې رغنده رول ولوبوي.»
د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګچې په دې غونډه کې ګډون کړی و، ټینګار یې وکړ چې هېوادونه باید د افغانستان حاکمیت،
خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند کوم ځانګړي
هېواد یاد نه کړ، خو دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالد
ټرمپ تېره اوونۍ اعلان وکړ، د ده اداره هڅه کوي د افغانستان بګرام هوايي اډه له
طالبانو بېرته ترلاسه کړي.
پاکستان هم یو له هغو هیوادونو څخه و چې اعلامیه
یې تایید کړې خو عملاً داسي ښکاري چې دې هیواد د ځینو امتیازونو د ترلاسه کولو په
بدل کې د بګرام په ترلاسه کولو کې له امریکا سره همکارۍ ته غاړه ایښې ده.
ټرمپ همداراز تېره شنبه په «ټروت سوشل» کې لیکلي
و: «که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغه بنسټ ته چې جوړ کړی یې دی، یعنې
متحده ایالاتو ته ور ونه ګرځوي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»
د «العربیه» سرچینو د چهارشنبې په ورځ راپور
ورکړ چې د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، د بګرام هوايي اډې د برخلیک په اړه د یوې
عاجلې غونډې غوښتنه کړې ده.
د العربیه د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر په
تېرو ورځو کې له خپلو یو شمېر جګپوړو چارواکو لکه دفاع وزیر، د بهرنیو چارو وزیر
او د استخباراتو له مسوولانو سره محدودې غونډې کړي دي.
سرچینو زیاته کړه چې په دغو غونډو کې د بهرنیو ځواکونو
د هر ډول بېرته راتګ په کلکه مخالفت شوی دی. دوی وویل د طالبانو هغه اعلامیه چې تېره
یکشنبه د ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې خپره شوه، د همدې غونډو د پایلو پر اساس په
کندهار کې جوړه شوې وه.
له بلې خوا راپورونه وايي چې د بګرام د بېرته نیولو
په باب د ټرمپ له خبرداریو وروسته د طالبانو دفاع وزیر د چین په بلنه او د ملا هبت
الله اخوندزاده په موافقه پیکینګ ته سفر کوي.

نظرات
ارسال یک نظر