طالبانو قطر ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د نوملیکنې خبر ورکړ
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبر ورکړی، چې قطر ته د افغان کارګرو د استولو لپاره د نوملیکنې پروسه پیل شوه.
یاد وزارت د نوملیکنې
برخې هم په ډاګه کړې دي.
د برېښنا انجنیر
Electrical Engineer،
د برېښنايي موټرو مستري Automotive Technician، شیدو لوشونکی Milker، د رسمي مېلمستیاوو سرآشپز Chef
de Partie، سرآشپز دوه
بسته Head Chef،
د آشپز لومړی مرستیال یا (COMMIS 1)، آشپز دویم مرستیال یا
(COMMIS 2)، د هوټل د
تفریح لارښوونکی یا Hotel Recreation Instructor، د خوړو او نوشابو بس چلوونکی یا
F&B Bus Runner،
د هوټل تفریحي لارښوونکی؛ دویم بست یا Hotel Recreation Instructor، د پاک کارۍ د مېز همغږيکوونکی یا
Housekeeping Desk Coordinator،
دوه بسته، د ریزرف کولو استازی یا Hotel Reservations Agent او د خونو د پاکولو خدمتګار یا
Housekeeping Room Attendant هغه برخې دي چې
افغان کارګر به ورته لېږدول کېږي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو
چارو وزارت ویلي، چې نوملیکنه به د هېواد په بېلابېلو زونونو او ولایتونو کې د
راتلونکې سه شنبې د اسد له ۷ مې نېټې د ځانګړو ادرسونو له لارې ترسره کېږي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد
وزارت ټولنیزو رسنیو کې پر خپلو رسمي ادرسونو د یادو شرکتونو نومونه او ادرسونه په
بشپړ ډول نشر کړي، چې هېوادوال هلته نوملیکنه کولی شي.
دا کارګر داسې مهال
استول کېږي، چې افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ نه بلې ته په لوړېدو او د بېوزلۍ
کچه په پراخېدو ده.

نظرات
ارسال یک نظر