۱۲۰۳ کیلو بیروج د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول
د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د بیروج یو زر او ۲۰۳ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په رسمي داوطلبۍ کې د ۱۶۱.۱ میلیون افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي . د قیمتي ډبرو سوداګرو د اتحادیې د مشر حاجي ناصر په وینا، د دې داوطلبۍ څخه ۱۶ میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل شوي دي . هغه زیاته کړه چې دا اقدام د دې لپاره شوی چې معاملې شفافې شي او په هېواد کې د قیمتي ډبرو سوداګرۍ ملاتړ وشي . د لاجوردو، زمرد او بیروج په ګډون د قیمتي ډبرو بډایه زیرمو سره، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې په دې صنعت کې لوی ظرفیت لري . باید وویل شي چې د پنجشېر زمرد د خپل شهرت له امله د هېواد په دننه او بهر کې په زیاته کچه بازار لري، او له امله ا.ا په وار وار داوطلبۍ وړاندې او وپلورل په همدې حال کې د کلونو ناامنۍ او د اړینو زیربناوو نشتوالي له امله، د دې ډبرو رایستلو او صادرات له جدي ننګونو سره مخ شوي دي . د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې شفاف او قانوني داوطلبۍ کولی شي د قیمتي ډبرو صنعت ودې ته لاره هواره کړي او ملي عایدات زیات کړي . د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې د نورستان...